سره له دې چې د ولسي جرګې د دوهم تقنیني کال پر پیلیدو اوونۍ اوړي خو جرګه وتوانیده، چې په دې موده کې د څو ځلې انتخاباتو وروسته بیاهم، د جرګې اداري پلاوی بشپړ کړي.
د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د څوکۍ لپاره د دوو کاندیدانو ترمنځ د شنبې په ورځ د دریم ځل لپاره انتخابات ترسره شول، خو یوه کاندید هم پنځوس جمع یو پوره نه کړل.
د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وویل، ښه به دا وي، چې د جرګې نورې اساسي چارې پیل او دا انتخابات په راتلونکي کې یوې مناسبې موقع ته پریښودل شي:
″په خواښیني سره د احمدشاه رمضان او محترمې شاه ګل رضایي ترمنځ د انتخاباتو په دریم پړاو کې بیاهم یوکاندید هم ونه توانید، چې پنځوس جمع یو پوره کړي، په دې اساس د ټولو خوښه ده، چې دا انتخابات دوه اوونۍ وروسته ترسره شي.″
د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړو شمېر دوه سوه تنه وو او کاندید په پنځوس جمع یو، یا یوسلو یو رای کولې شول، چې دا څوکۍ خپله کړي.
په دی ورځ د ولسي جرګې د دوهم مرستیال څوکۍ ته شاګل رضایي او احمدشاه رمضان ځانونه کاندید کړي وو، چې شاګل رضایي اوه اویا
او احمدشاه رمضان دوه اتیا رایې وګټلې او پاتې رایې سپینې او باطلې وې.
د جرګې ځینوغړو وویل، د جرګې ډیر کاري وخت د اداري پلاوی په ټاکل کېدلو ولګید، غوره دا ده، چې دا څوکۍ ترپای پورې تشه پاتې شي.
خو ځینو ویل، دا انتخابات دې د څه مودې لپاره وځنډیږي.
د ولسي جرګې د تیرې دورې غړی داوود سلطانزوی وایي، که د اوسنۍ ولسي جرګې د غړو ترمنځ د نظریووالی موجود نه وي، په راتلونکي کې هم دې څوکۍ ته کوم کاندید پنځوس جمع یو نه شي پوره کولي. ده وویل:
″په ولسي جرګه کې هره ډله کوښښ کوي، چې خپل کاندید بریالی کړي کله چې هغه پاتې راشي، نورو ته سپینې رایې اچوي، چې دا د جرګې د غړو ترمنځ داختلاف نښې دي.
که دا اختلاف له منځه لاړنه شي او یوملي فکر ونه شي، په راتلونکي کې هم دا ستونزه له منځه نه ځي.″
د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې دوهم تقنیني کال د دلوې په لومړۍ نېټه پیل شو، جرګې په دې موده کې حاجي ظاهرقدید د جرګې د لومړي مرستیال، عبدالستار خواصي د لومړي منشي او فرهاد عظیمي د دوهم منشي په توګه انتخاب کړل خو د دوهم مرستیال څوکۍ لا هم تشه پاتې ده.
د ولسي جرګې په تیره دوره کې د اداري پلاوي انتخابات له دې هم جنجالي وو او جرګه په څو میاشتو کې ونه توانیده، چې د جرګې ريیس دې وټاکي.
د تیرې دورې په انتخاباتو کې ژبنۍ، قومي او سیمه ییزو تعصبونو پر انتخاباتو پوره اغیز کړی و، چې بالاخره له ډېرو جنجالونو وروسته یوې سیاسي پریکړې له مخې عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې د ريیس په توګه وټاکل شو.
خو خلک وایي، د ملت سترګې ولسي جرګې ته غړیږي، دوی هیله ښيي، چې ولسي جرګه دې یوازې او یوازې د ملت غوښتنې په پام کې ونیسي.
راپور: خان محمد سیند