د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

روغتیا وزارت له پاکستانه د درملو واردات کنټرولوي

په پاکستان د تقلبي درملو له کبله د لسګونو کسانو د مړینې وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غواړي له دغه هیواد نه د درملو واردات تر جدي کنټرول لاندې ونیسي.

د دغه وزارت سلاکار عبدالله فهیم د جمعې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې هڅه کوي، په اسلام آباد کې د افغان سفارت او د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته افغانستان د دغو درملو د راوړلو مخنیوی وکړي.

″اول کې دا ډيره واضح نه وه، خو اوس تقریباً دا ستونزه تعریف شوې ده، چې ستونزه په پنځو کتګوري دوا ګانو کې ده، چې د زړه ناروغانو ته ورکول کیږي، د عامې روغتیا وزارت په دې ګومان نه دی چې خدای مه کړه څوګ په قصدي توګه دا پیژندل شوي زهري درمل افغانستان ته راوړي، موږ په دې هڅه کې یو چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت او د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې دا مشخصې دواګانې وپیژنو او هغه شرکتونه وپیژنو چې دا درمل یې تولید کړي دي، تر څو وګورو زموږ په بازار کې دا دواوې شته او کنه.

د عامې روغتیا وزارت به د دې دواګانو له خرڅولو نه مخنیوی وکړي.″

له شاوخوا درې اوونیو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په یو دولتي روغتون کې د زړه ناروغانو ته په وړیا توګه داسې درمل ورکړل شوي، چې له امله یې شاوخوا سل تنه مړه او شاوخوا دوه سوه تنه یې د لاهور په بیلابیلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دې مسالې نه یوازې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بلکېه زیات شمیر افغانان هم په اندیښنه کې کړي او دا ځکه، چې افغانستان خپل زیاتره درمل له پاکستان نه واردوي.

یو شمېر عام افغانان وایي، چې افغان دولت د دې وړتیا نه لري، چې هیواد ته د ټیټ کیفیت لرونکو درملو مخه ونیسي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو خپلې اندیښنې له آزادۍ راډیو سره داسې شریکې کړې.

″۱:- زما نوم مصطفی احمدی ده، اصلي مهم ټکې خو دا دی، چې په افغانستان کې اصلي دوا هيڅ نشته، چې وي هم په ډير ټیټ کیفیت کې پیدا کیږي ځکه چې زموږ او ستاسو سوداګر د خپل جیب فکر کوي، نه د هغه غریب چې د مرګ په حالت کې وي.

زما په خیال اوس بازار آزاد شوی دی او دولت هم لکه ویده شانتې دی، قدرت د هغوی لاس کې وي خو څه کولای نه شي او توانايي نه لري.

۲:- شفیع الله یم، تاریخ تیره دوا په کابل کې شته، خو موږ له روغتیا وزارت څخه هیله کوو، چې دا دارو له منځه یوسي.″

د رپوټونو له مخې تر ډیره سوداګر د ټیټ کیفیت لرونکي درمل له ایران او پاکستان نه افغانستان ته راوړي او پر خلکو یې پلوري.

د کتونکو په وینا سره له دې چې افغان حکومت څو څو ځله په درملتونونو کې د ټیټ کیفیت لرونکو درملو د مخنیوي لپاره درملتونونه چک کړي او غواړي مخه یې ونیسي، خو بیا یې هم تر اوسه دغه کار کوم نتیجه نده ورکړې.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG