د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

افغانستان او فرانسه د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیکوي

افغان ولسمشر حامد کرزی له خپل فرانسوي سیال نیکولاس سارکوزي سره.
افغان ولسمشر حامد کرزی له خپل فرانسوي سیال نیکولاس سارکوزي سره.

په پام کې ده فرانسه او افغانستان نن هغه تړون لاسلیک کړي، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د راتلونکو شلو کلونو لپاره له یوبل سره ستراتیژیکه همکاري کوي.

د افغانستان او فرانسې ترمینځ د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون یوه اونۍ وروسته له هغه لاسلیک کېږي، چې څلور فرانسوي پوځیان د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل شول او د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي له دې پېښې وروسته د افغان او فرانسوي ځواکونو ګډ پوځي عملیات وځنډول.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان او فرانسوي مقاماتو په حواله لیکي، چې د دې تړون له مخې به فرانسه د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پروګرام ته له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پوځي عملیات ختمېږي، هم دوام ورکړي.

افغان چارواکو له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو ټولنې د همکارۍ له کمښت څخه شکایت کاوه او ویل یې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ښايي د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

ولسمشر حامد کرزي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د چارشنبې په ورځ پیل شو له ایټالیا سره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ورته سند لاسلیک کړی او په پام کې ده پر فرانسې سربېره یې له برتانیا سره هم لاسلیک کړي.

خو له متحدوایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو د داسې یوه سند لاسلیک له یوکال خبرواترو وروسته لاهم ځنډېدلی دی.

د ولسمشرحامدکرزي ویاند اېمل فیضي آزادۍ راډیو ته وویل، چې له امریکا سره د داسې یو سند لاسلیک د لویې جرګې د استازو د مشورو له وجې ځنډېدلی:

″هغه سند چې له فرانسې سره لاسلیکېږي، یو تړون دی، خو هغه سند چې په پام کې ده له امریکا سره لاسلیک شي، تړون نه بلکې د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند دی.

خو په دې برخه کې یوه ستونزه د دې سند محتوا ده، چې حکومت ته د دودیزې لویې جرګې د مشورو له مخې نړیوال ځواکونه باید د شپې عملیات بند کړي او همداراز د زندانونو مسوولیت د افغانستان دولت ته وسپاري؛ چې له بده مرغه دا کار تراوسه نه دی شوی.″

د لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ولسمشر حامدکرزي هم ویلي، چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو د بندولو او افغانستان ته د ټولو زندانونو د سپارلو تروخته به له متحدوایالاتو سره د اوږدمهالو ستراتيژیکو همکاریو تړون لاسلیک نه شي.

په پام کې ده، چې ښاغلی کرزی د اروپا د سفر په دوام برتانیا ته ولاړ شي او له هغه هېواد سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه هم لاسلیک کړي.

د افغان او برتانوي چارواکو په وینا له برتانیا سره د موافقې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمینځ ستراتیژیکې همکارۍ تر ۲۰۲۲ کاله پورې دوام وکړي.

په دې همکاریو کې د برتانوي پوځیانو له خوا د افغان ځواکونو روزنه، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د برتانیا مرستې او دوه اړخیزې کلتوري همکارۍ شاملې دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG