د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

بلوچستان کې ۶ملېشه سرتېري او ۳ حکومتي مامورين وژل شوي

د بلوچستان په سويي سيمه کې تېره شپه نامالومو وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى او پينځه ملېشه سرتېري يې وژلي دي.

همدارنګه د دې ايالت په مرکز کوټه کې تېر شپه نامالومو وسلوالو درې تنه په ډزو وژلي دي.

وژل شوي کسان هزاره ګان دي، چې يو يې د پاکستان د تحقيقاتي ادارې يو مشر، يو بل حکومتي مامور او يو بل د دولتي ټلويزون د ډرامو ممثل دى.

د پنجشنبې د شپې تر نيمايي وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په څلورسوه کيلوميټرۍ کې د سويي په سيمه کې نامالومو وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى دى او پينځه تنه ملېشه سرتېري يې وژلي دي.

په سويي سيمه کې د لېويز پوليسو يوه چارواکي شاهنواز ازادۍ راډيو ته وويل چي وسلوال پر موټرسايکلونو راغلي او پر ملېشه سرتېرو يې ناببره بريد کړى دى:

"دغه بريد په کچي کينال نومي ځاى کې د ملېشه ځواکونو پر يوه پوسته باندې شوې دى، چې په نتيجه کې يې پينځه ملېشه سرتېري ځاى پر ځاى وژل شوي او يو ملېشه سرتېرى وسلوالو ژوندى له ځانه سره وړى دي، د امنيتي سرتېرو له خوا پر وسلوالو باندې ځوابي بريد هم شوى دى خو دم ګړۍ دومره مالومات نه لرو، چې وسلوالو مخالفينو ته تاوان رسېدلى که نه"

د بلوچ ريپبلکن ارمي په نامه د بلوڅو يوۀ وسلوال سازمان د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د سرباز بلوڅ په نامه يو تن چي ځان د دې سازمان وياند بولي، رسنيو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې په دې بريد کې يې لس تنه ملېشه سرتېري وژلي دي، خو په کوټه کې د ملېشه ځواکونو دفتر وايي، چې په بريد کې يې پينځه تنه سرتېري وژل شوي دي، خو ځينې نورې خپلواکې رسنۍ بيا په دې پېښه کې د شپږو ملېشه سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

بل لور ته بېګا ماخوستن ناوخته د کوټې ښار پر مېکانګي سړک باندې نامالومو موټرسايکلو سپرو وسلوالو پر يوۀ موټر باندې ډزې وکړې چي په نتيجه کې يې په موټر کې ناست درې کسان ځاى پر ځاى و وژل.

پوليسو دا د هدفي وژنو يوه پېښه بللې ده، وايي په وژل شويو کسانو کې يو د ايف اى اې يا د پاکستان د تحقيقاتو د مرکزي ادارې يو مشر ولايت حسين، يو د پاکستان د دولتي ټلويزون يو ممثل عابد نازش او يو بل د محمدانور په نامه حکومتي مامور دى چي وايي درېواړه شعيه ګان وو او له هزاره قوم سره يې تړاو درلود.

د کوټې د پوليسو يو مشر احسن محبوب وايي وسلوال کسان د پېښې له ځايه تښتېدلي خو دوى ورپسې پلټنې پيل کړې دي. د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

په ٢٠١٢م کال کې دا لومړۍ پېښه ده چي په کوټه کې درې شعيه مذهبه هزاره ګان په ډزو وژل کېږي.

د يادونې وړ ده چي په تېر ٢٠١١م کال کې هم په کوټه او شاوخوا سيمو کې په لسګونو هزاره ګان په هدفي پېښو کې و وژل شول چي د اکثرو مسووليت مذهبي سني ډلې لښکر جنګوي پر غاړه اخيستى دى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG