د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

کرزي له خپل ترکمن سیال سره د ټپي پایپ لاین په اړه خبرې کړي

د ټپي TAPI په نوم د پایپ لاین پروژه چې د منځنۍ اسیا ګاز به د افغانستان له لارې هند ته رسوي د عملي کېدو په درشل کې ده.

افغان چارواکي وايي، چې ولسمشر حامد کرزی پرون اروپا ته د سفر په نیمه لاره کې د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ولاړ او هلته یې د دې پایپ لاین د عملي کېدو پر مسئله له ولسمشر قربانګلي بېردي محمدوف سره خبرې وکړې.

د ترکمنستان د ګاز زیرمې په نړۍ کې څلورم مقام لري خو افغانستان، پاکستان او هند بیا د انرژۍ سرچینو ته سخته اړتیا لري چې د دې پروژې له عملي کېدو سره د ټولو ښکېلو اړخونو اړتیاوې رفع کېدای شي.

هندي او پاکستاني چارواکو هم ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټپي پایپ لاین په برخه کې توافق ته نژدې شوي دي.

فرانسپرس خبري اژانس د هند د تېلو د وزیر اس جېپال رېدي له قوله لیکي چې له پاکستاني لوري سره په خبرواترو کې د پام وړ پرمختګ شوی. رېدي له خپل پاکستاني سیال سره ترکتنې وروسته په نوې ډېلي کې خبرې کولې.

د ګاز د پایپ لاین دا پروژه ۱۷۰۰ کیلومتر اوږدوالی لري چې د پلان له مخې د ترکمنستان په جنوب ختیځ کې د دولت آباد له زېرمو څخه به په کال کې دېرش میلیارده مترمکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي.

ټپي په دې پروژه کې د څلور واړو شاملو هېوادونو یعنې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د پیل له تورو څخه جوړ نوم دی.

اسیايي پرمختیايي بانک په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال چې څلور واړو هېوادونو ابتدايي موافقه لاسلیک کړه د ټپي لګښت ۷،۶ میلیارده ډالر اټکل کړی و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د تېلو وزیر عاصم حسین وویل، هند او پاکستان له افغانستان سره د ترانزیتي بیې په اړه خبرې کړي او اوس پر یوه ګډه ستراتيژۍ کار کوي.

جېپال رېدي وویل، جګړه ځپلی افغانستان چې ګاز ته سخته اړتیا لري د دې پروژې په برخه کې ډېر جدي دی او ژمنه یې کړې چې امنیت به یې ټینګ کړي.

فرانسپرس آژانس د کارپوهانو له قوله لیکي چې ښايي بې امنیتي د دې پروژې په وړاندې یو ستر خنډ وي، خو د هند د تېلو وزیر وايي چې دې پروژې ته د سولې د پایپ لاین په سترګه ګوري ځکه ګاز ته ټول اړتیا لري.

د یوبل موازي پایپ لاین د طرحې په اړه چې ویل کېدل د ایران ګاز به لومړی پاکستان او وروسته هند ته انتقالوي، دې هندي مقام وویل چې هغه پلان د اوس لپاره ځنډول شوی دی. جېپال رېدي وویل، موږ هغه پروژه عملي کوو چې آسانه وي.
د فرانسپرس راپور زیاتوي، متحدایالات چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام له وجې یې پر هغه هېواد بندیزونه لګولي، د ټاپي د پروژې ملاتړ کوي او اسلام آباد او نوې ډېلي یې هڅولي دي چې د ایران له پروژې تېر شي.

ښاغلي جېپال رېدي وویل چې هند هغو بندیزونو ته ژمن نه دی چې اروپايي ټولنې دا اونۍ پر اسلامي جمهوریت ولګول نو ځکه خو به له ایران څخه د تېلو واردولو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG