د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۵

د ايران او نړيوالو لانجې د تېلو بيه جګه کړې

ایران په نړۍ کې د تېلو درېیم ستر صادروونکی هېواد دی، خو د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیه زیار باسي چې ددغه هېواد صادرات بند کړي.

ایران ګواښ کړی چې ددغه عمل په مقابل کې به دوى د هرموز تنګی د نړیوالو پر مخ وتړي.

د دغې لانجې له وجې د نړۍ به بازارونو کې د تېلو بیې پورته شوي او د یوه بیرل خامو تېلو بیه شاوخوا سلو امریکایي ډالرو ته رسیدلې ده.

تېرکال د مصر او لیبیا د پاڅونونو پر مهال چې د تېلو ستر تولیدوونکي او صادروونکي هېوادونه هم نه دي، د تېلو بیې د درېیو کلونو په پرتله ترټولو جګې سطحې ته رسېدلې وې، او لویدیځ هېوادونه مجبورشوي وو چې د خپلو تېلو اظطراري زېرمې وکاروي.

دا چی د تېلو بیې ولې تر اوسه د لیبیا او مصر د وضعې په څېر نه دي پورته شوي، علت یې دا دی چې تراوسه د ایران تېل نه دي بند شوي او دا هیله هم شته چې دا کار به ونه شي.

د ایران حکومت د تېلو په پیسو چلېږي. امریکا او لویدیځ غواړي دا هېواد د تېلو د خرڅلاو او عاید څخه محروم کړي. لویدیځ وایي، ایران د تېلو په پیسو خپل اټومي پروګرام پر مخ وړي.

ایران تېر کال د تېلو د خرڅلاو له لارې ۱۰۰ ملیارده امریکایي ډالره تر لاسه کړي او دا رقم په تېرې لسیزې کې ۲۰ ملیارده و.

اروپایي اتحادیې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جولاى د میاشتې له پیل څخه به د ایران د خامو تېلو پیرل بند کړي. متحده ایالاتو له دې مخکې د ایران د تېلو پیرل بند کړي او تېره میاشت یې د دغه هېواد پر مرکزي بانک باندې چې د تېلو د خرڅلاو او راکړې ورکړې کوي، بندیزونه هم ولګول.

د امریکا متحده ایالاتو د ایران پر مرکزي بانک باندې د بندیزونو عملي کول د شپږو میاشتو لپاره ځنډولي او دا ځکه دوى اندیښمن دي چې نړۍ له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان ده او د ایران پر مرکزي بانک باندې بندیزونه به د تېلو بیې پورته کړي.

ایران ګواښ کړی چې د تېلو پر صادراتو باندې د بندیزونو په غبرګون کې به د هرموز تنګی وتړي.

څېړونکي وایي، که ایران دا کار وکړي نو د یوه بیرل تېلو بیه به دوه سویو ډالرو ته پورته شي او دا به لویدیځ هېوادونه له نورو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي.

له تېلو څخه د سیاسي وسلې کار اخیستل یو زوړ تاکتیک دی او دا ځل ممکن زیات اغېزناک هم نه وي.

که چېرې ایران او لویدیځ دواړه خواوې د تېلو صادرات بند کړي نو دوى به خپل ځان ته زیان ورسوي. د ایران اقتصاد د تېلو په عاید ولاړ دی او د لویدیځ اقتصاد هم د تېلو پر عادي او ټيټې بیې تکیه دی.

ایران په ورځ کی دوه نیم ملیونه بیرله خام تېل صادروي او دا د نړۍ د تېلو د صادراتو په سلو کې درې برخه ده. د ایران د تېلو پنځه لکه بیرله اروپا ته او پاته برخه یې چین، هند ، جاپان او جنوبي کوریا ته صادرېږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG