د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۲

په هېواد کې د نفتي موادو نوې بیې وټاکل شوې

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انورالحق احدي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انورالحق احدي.
په افغانستان کې د ګازو د زېرمو نشتوالی یوله هغو ستونزو څخه دی، چې د سوداګرۍ د وزارت په وینا، په هیواد کې یې د دې موادو بیې بې ثباته کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکترانوارالحق احدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل:

دوی کولی شي، چې د ګازو او تیلو په واردولو کې له خصوصي سره تریوه ځایه سالمه سیالي وکړي، خو د دې موادو د لویو زیرمو نشتوالی، د دی لارې خنډ شوی دی.

ډاکتر احدي وویل، د دې ستونزې اواري ته تدابیر نیول شوي دي. ده وویل:

″حکومت غواړي د ګازو د زیرمو ظرفیتونه زیات کړي، دا زېرمې په کابل، حیرتانو او ممکن په هرات کې هم جوړې کړو او له خصوصي سکتوره هم غواړو، چې زیرمې ولري، ترڅو مواد په متوازنه توګه خلکو ته ورسیږي او بیې کنټرول شي.

د کرنې له وزارت څخه به وغواړو چې موږ او خصوصي سکتور ته د زیرمې لپاره ځمکې راکړي.″

ډاکتر احدي دا هم وویل، خصوصي سکتور به هم مکلف کړي، چې دا ډول زیرمې ولري.

ده داهم وویل، د تېلو او ګازو واردوونکي شرکتونه به ځانګړي او وبه یې هڅوي چې له بهرنیو ګاز پلورونکو کمپنیو سره دایمي اړیکې ټینګ او خپل فعالیتونه منظم کړي.

ډاکتراحدي وویل، سره له دې چې د ګازو بیه په نړیوالو مارکېټونو کې پورته شوي خو دوی اوسمهال د کابل په زیرمو کې کافي ګاز لري.

ده د یوه کېلو ګازو بیه پنځه پنځوس، د یوه لیټر ډیزلو بیه څلورشپیته او د یوه لیټر پطرولو بیه شپیته افغانۍ په ګوته کړه او دایې هم وویل، چې خصوصي سکتور باید یوکيلو ګاز له شپیته افغانیو پورته ونه پلوري.

خو خلک وایي، د سوداګرۍ وزارت له دې مخکې هم څو ځلې د ګازو بیه ټاکلې وه، خو خصوصي سکتور پرې عمل ونه کړ. دوی وایي:

″دا د سوداګرو کار دی، کله چې وویني، چې د ګازو بیې ټیټې دي، ګاز پټ کړي او بیا موقع ته ګوري، راباسي یې او په لوړه بیه یې پلوري، کنټرول نشته.″

اوسمهال د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د ګازو بیې مختلفې دي.

په دی وروستیو کې په شخصي دکانونو کې د یوې کېلو ګازو بیه شاوخوا پنځه نوي افغانیو ته هم ختلې وه.

د سوداګرۍ وزرارت وایي، چې په دې برخه کې یې د واردوونکو اسناد او فعالیتونه څیړلي او تاکېد کوي، چې خصوصي سکتور د ګازو د بیو د پورته کېدو هڅه ونه کړي.

راپور: خان محمد سیند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG