د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په نړی کې اقتصادي او مالي ناورین ښايي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له کمښت سره مخ کړي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، د دې لپاره چې دغه مرستې په راتلونکې کې تر دې هم کمې نه شي، د ۱۳۹۰ نه تر ۱۳۹۴ کلونو لپاره یې یو ستراتیژي پلان یې جوړ کړی، چې غواړي نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیر ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د همدغه پلان د پلي کولو په موخه د یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه؛ وویل، چې اوس مهال افغانستان د روغتیا په برخه کې ډیرو پیسو ته اړتیا لري.
″په نړۍ کې د موجوده اقتصادي بحران له امله به د افغانستان د روغتیا له څانګې سره مرسته کمه شي، نو ځکه موږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان د روغتیا له څانګې سره د مرستې ضمانت وکړي.
هغوی ته مو پنځه کلن ستراتیژیک پلان وړاندې کړ، چې له مخې یی دا څرګندیږي، چې د روغتیا په برخه کې لومړيتوب څه شی دی؟ څه ډول باید پانګه اچونه وشي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د خلکو د روغتیا په برخه کې زموږ غوښتنې څه دي او دا د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی ځکه نړیواله ټولنه غواړي، چې د یو پلان له مخې وړاندې لاړ شي.″
په دې ناسته کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د دوهم مرستیال پیغام هم ولوستل شو، چې د روغتیا له څانګې سره د نړیوالې ټولنې اوسنې مرستې کمې بلل شوي او په دې برخه کې د نورو مرستو غوښتنه شوې.
همدا راز په دې ناسته کې د روغتیا له څانګې سره د یو شمیر مرسته کوونکو بنسټونو استازيو هم ګډون کړی وو.
په پراختیايي چارو کې د کاناډا د سفارت سکرتر هلیسن ریدل وویل، چې دوی په افغانستان کې له روغتیايي څانګې سره مرستې ته ژمن دي، خو د عامې روغتیا وزارت نه یی وغوښتل، چې خپل ستراتیژیک پلان ژر بشپړ کړي.
″د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو ملي پروګرام به په راتلونکو څو کلونو کې د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو د لګولو د څرنګوالي په برخه کې یو مهم رول ولوبوي. مونږ همدا راز د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژیک پلان د پلې کولو په موضوع هم پوهیدل غواړو. مونږ ددې سند پیچلتیا ته په پام سره د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کوو، چې ددې مواد زر بشپړ او له مونږ سره پدې بهیر کې د همکارۍ ژمنه وکړي.″
له نړیوالې ټولنې نه د دا ډول مرستو غوښتنه پداسې حال کیږي چې د رپوټونو له مخې لا هم د افغانستان ډير شمیر خلک په خاصه توګه د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاس رسي له امله شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو ستونزو د ډيرید په هکله له ۲۰۱۴ کال نه د ستونزو د ډيریدو امکان هم لیدل شوی.