د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۶

پاکستان: په پنجاب کې بې کيفيته درملو ٧٥ تنه ووژل

د پاکستان په پنجاب ايالت کې له حکومتي روغتونه ناروغانو ته د جعلي درملو د ورکولو له امله پينځه اويا تنه مړه شوي دي او شاوخوا دوه سوه تنه د لاهور ښار په بېلابېلو روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د دغو جعلي درملو په تور د درمل جوړولو د درېوو شرکتونو مالکان هم نيول شوي دي. په پاکستان کې د درمل جوړولو شرکتونه په بې کيفيته درمل جوړولو تورن دي.

د پنجاب ايالت د لاهور ښار په بېلابېلو روغتونونو کې له څو ورځو راهيسې شاوخوا څلور سوه داسې ناروغان بستر دي؛ چې د بدنونو له بېلابېلو برخو يې وينې را بهېږي. د پنجاب د روغتيا د وزارت په وينا دغو ناروغانو د پنجاب د زړونو د ناروغيو له روغتونه يې په وړيا توګه درمل تر لاسه کړي او درملو پرې بده اغېزه کړې وه.

د پنجاب د روغتيا وزارت ايالتي مسوول ډاکټر سعيد الهى وايي، دوى د روغتونونو لپاره درمل په ډېر شفاف ډول اخلي، معيار يې ګوري، په لابراتوارونو کې يې معاينه کوي او بيا يې روغتونونو ته وړي، خو دغه درمل، چې پر خلکو يې ناوړه اغېز وکړ، رنګ يې بدل شوى و او دوى يې په سمدستي توګه پر شرکت باندې هم بنديز ولګاوه، چې نور درمل خرڅ نه کړي:

″څلوېښت زره کسانو ته مو درمل ورکړي وو، چې په هغوى کې پر څلور سوه تنو ناروغانو باندې درملو بده اغېزه کړې وه، تر اوسه پورې اويا تنه ځنې مړۀ شوي دي، حکومت تر ټولو ارزان درمل اخلي، دا درمل معاينه شوي هم وو او چې کوم ناروغان له درملو مړۀ شوي هغه درمل مو د روغتيا د نړيوال سازمان لابراتوار ته د معاينې لپاره لېږلې ده))

د پنجاب ايالتي حکومت د هغو پينځه ډوله درملو پر کارولو په سمدستي توګه بنديز لګولى دى او کومو ناروغانو ته يې چې دغه درمل ورکړي هغوى ته يې خبردارى ورکړى چې نور دغه درمل ونه کاروي. ډاکټر سعيد الهى وايي په پاکستان کې د درمل جوړولو ډېر شرکتونه چې په غيرقانوني توګه يې جوازونه تر سره کړي بې کيفيته درمل جوړوي:

"د درملو په راجسټر کولو او د درملو شرکتونو ته په جواز ورکولو او درمل پلورلو کې فساد او درغلي ډېره ده، له بده مرغه دا وخت پينځه پينځوس زره دواوې په پاکستان کې د اداري فساد له امله راجسټر شوې دي، خو په هند او امريکا کې د دغو درملو شمېر له څلورو تر پينځو زرو پورې دى.″

په لاهور ښار کې د علامه اقبال د طب پوهنځي يو استاد پروفيسر ډاکټر جاويد اکرام وايي دغه ناروغان چې جعلي درمل يې خوړلي، په هډونو کې يې د ماغزو جوړېدل بند شوي او پر بدنونو يې ټپونه جوړ شوي وو.

پرون د پنجاب په ايالتي اسمبلۍ کې هم د دغو جعلي درملو له امله د خلکو د مړينې پر سر احتجاج او اعتراضات رامنځته شول او غوښتنه وشوه چې د پنجاب اعلى وزير دي د دې غفلت له امله د خلکو د مړينې مسووليت ومني او له خپلې څوکۍ څخه دي استعفى وکړي. په پنجاب اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند يوۀ مشر تنوير اشرف کايره وايي:

″مسوول د روغتيا وزير دى، اعلى وزير دى، دوى بايد راشي او توضيحات ورکړي چې څه علت دى، درملو ولې پر خلکو ولې بده اغېزه وکړه.″

د درمل جوړولو د هغو درې شرکتونو مالکان- چې دغه درمل يې ورکړي- د پاکستان د تحقيقاتو د مرکزي ادارې ايف اى اې له خوا نيول شوي او محکمې ته يې ويلي چې د کومو دواوو له امله چې خلک مړۀ شوي، پر هغوى باندې د درمل جوړېدو او تر وخت تېرېدو نېټې هم نه دي ليکل شوې، محکمې د درملو د شرکتونو له مالکانو درې ورځې پلټنې پيل کړي.

خو د درمل جوړولو د شرکتونو د ټولنې يو مشر ډاکټر رياض احمد وايي د دغو درملو تر معاينې او پلټنو مخکې پر شرکتونو بنديز بايد ونه لګېږي:

″اته څلوېښت زره ناروغانو ته دغه درمل ورکړي شوي چې له هغوى څخه يې پر څو سوه تنو بده اغېزه کړې ده، نو دا خبره څرګنده ده چې ستونځه په درملو کې نه ده، دوى بايد د دغو درملو د معايناتو تر نتيايجو وروسته د درملو د شرکتونو په خلاف اقدام وکړي، کېداى شي چې دغه ناروغان د کومې بلې زيانمنې ناروغۍ له امله مړه شوي وي، دوى چې د درملو کوم شرکت تورنوي چې ګواکې بې کيفيته درمل يې ورکړي، هغوى وايي درمل يې سم وو″

د يادونې وړ ده چې د پنجاب د زړونو د درملنې دغه روغتون په پاکستان کې تر ټولو ستر روغتون دى چې د يوې اندازې له مخې هر کال شپږسوه زره د زړونو ناروغانو ته درمل ورکوي، خو دا لومړى ځل دى چې د دې روغتون له خوا ناروغانو ته ورکړل شويو درملو د لسګونو خلکو واخيست.

د وروستيو مالوماتو له مخې په لاهور ښار کې د بې کيفيته درملو د خوړلو له امله د مړيو شمېره پينځه اويا تنو ته رسېدلې ده او د نورو ګڼ شمېر ناروغانو حالت هم مرګونى بلل شوى دى.

راپور: بارکوال مياخېل - کوټه
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG