تمه ده، چې د افغانستان ولسمشر د فرانسې له جمهور رییس سره د جمعې په ورځ له فرانسې سره د شل کلن ستراتیژیک تړون لومړۍ برخه لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې به فرانسه له افغانستانه د پوځیانو تر وتلو وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې د سې شنبې په ورځ په پاریس کې خبریالانو ته وویل د دې تړون په لومړۍ برخه کې د زده کړو، روغیتا او په افغانستان کې د قانون د حاکمیت مسالې شاملې دي.
تیرکال چې کله په اوړي کې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزی افغانستان ته ولاړ، هغه وخت یې د دې ستراتیژیک تړون په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې وې.
اوس به فرانسې ته د سفر په وخت حامد کرزی د فرانسې له ولسمشر سره د دې تړون په اړه وغږیږي. دواړه مشران په داسې وخت کې سره ویني چې فرانسه پر دې فکر کوي چې خپل پوځیان ژر له افغانستانه وباسي.
فرانسه نژدې څلور زره پوځیان په افغانستان کې لري. له امریکا، بریتانیا او جرمني وروسته تر بل هر هیواد د فرانسې د عسکرو شمیر په افغانستان کې ډیر دی.
امنیتي شرایط او د سارکوزي شرط:
فرانسې تیرمیلادي کال له افغانستانه ورو ورو د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړل او غوښتل یې چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه د ناټو تر قوماندې لاندې د نورو پوځیانو په څیر خپل عسکر له افغانستانه وباسي خو تیره اونۍ چې کله د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر څلور فرانسوي سرتیرې ووژل، نیکولاس سارکوزي وویل، که امنیتي شرایط سم نه شي، له افغانستانه به خپل پوځیان ژر وباسي.
فرانسه اندیښنه لري چې طالبانو د افغان پوځ دننه نفوذ کړی دی او د هغو بهرنیو ژوند ته له دې سره خطر پیدا شوی دی چې افغان ځواکونه روزي.
په تیرو څو میاشتو کې افغان پوځیانو څو ځله پر بهرنیو عسکرو بریدونه کړې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې خبریالانو ته وویل، موږ داسې ډاډ غواړو چې بیا داسې پیښه ونه شي او په دې برخه کې د ولسمشر کرزي ضمانت هم په کار دی چې د افغان پوځ د استخدام په برخه کې یې موږ ته راکړي.
ولسمشر حامد کرزی پرون ماښام له کابله ترکمنستان ته روان شو چې له هغه ځایه به ایټالیا بیا فرانسې او ورپسې بریتانیا ته ولاړ شي.