د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۵

اردوغان: د ارمنانو د ټولوژنې لایحه د نژادپالنې اقدام دی

د ترکیي صدراعظم رجب طيب اردوغان نن پارلمان ته په وینا کې د فرانسې دغه اقدام د نژاد پرستی یواقدام وباله او ویې ویل، چې د فرانسې د مشرانو جرګې له خوا تصویب شوې قانون د ترکیي لپاره یو پوچ او بې مانا قانون دی.

د دغه قانون له مخې په لومړۍ نړېواله جګړه کې د عثماني امپراطوري له خوا د سلګونو زرو ارمنانو وژنې ډله ییزې وژنې یاجینوسایډ ګڼل کیږي او له دې څخه انکارکونکوته سزا ورکول کیږي.

اردوغان خبردارى ورکړچېی که دغه قانون د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزی توشیح کړی نو انقره به د دی هیواد په وړاندی یولړ اقدامات وکړې:

(موږ به مناسب او غوره دریځ غوره کړو، لکه څنګه چې مخکې مو ویلي و موږ به خپل اقدامات ګام په ګام عملي کړو او موږ به په کلکې ارادې سره دغه اقدامات عملي کوو او له دی کاره به په شا نشو.

موږ تر اوسه خپل صبر له لاسه نه دی ورکړی، حالات څارو چې څه ډول پرمختګ کوي، موږ به د پیښو پرمختګ ته په پام سره ضروري اقدام وکړو او خپل عملي پلان به په ډاګه کړو.)

د ترکیي صدراعظم همدا رز د فرانسې په روشن فکرانو او عمامو خلکو غږ وکړ چې د دغه اقدام په وړاندې چی هغه د نژاد پالنې اقدام وباله، چپ پاتې نشي او زیاته یې کړه دوي تر اوسه هم دې کار ته هیله من دي.

د دغه قانون له مخې چې پرون د فرانسی مشرانو جرګې تصویب کړ، له ګڼی وژنې څخه انکارجرم ګڼل کیږي. په دې کې په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کلونو کې د ترکیې په ختیځ کې د ارمنانو ګڼه وژنه جینوسایډ بلل شوې اوله دې څخه انکارکونکې تریوه کال پورې په بند او ۴۵ زره ایرو جریمې محکومیدای شي.

د دې پرېکړې په وړاندې د استانبول په لارو کوڅو کې هم عکس العملونه منفي وو.

د استانبول یوه اوسیدونکي وویل:

(دا د دولتونو یا حکومتونو کار نه دی بلکه تاریخ پوهان باید په ارشیفونو او اسنادو کې د تحقیقاتو له لارې دا معلومه کړي چې څه پیښ شوي دي.)

د ازادۍ راډیو د ارمنستان څانګی خبریالان وایي، چې په ایر یوان کې یو زیات شمېر خلک د فرانسې سفارت ته د ګلونو له ګیډیو سره ورغلي و.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ایدوارد نعلبندیان د فرانسې دغه اقدام وستایه او هغه یې په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره ډیر مهم پرمختګ وباله.

خو په سیمه کې د ترکیې متحد ازربایجان د فرانسې دغه اقدام وغانده او هغه یې د ډموکراسۍ، بشري حقونو او د بیان او نظریاتو د ازادۍ د اصولو ضد اقدام وباله.

ترکیې وروسته له هغې چې د تیرکال په ډسمبر کې د فرانسې ولسي جرګې دغه لایحه تصویب کړه له فرانسې سره اقتصادي، سیاسي او نظامي غونډې لغوکړې او له پاریس څخه یې خپل سفر د سلاو مشورو لپاره هیواد ته وروغوښت.

ترکیه د ګڼې وژنې یا جینوسایډ تور ردوي، وایې چې هغه مهال په یاده سیمه کې د جګړې دواړو اړخونو ته سخت تلفات اوښتي وو.
XS
SM
MD
LG