د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

کابل کې د لومړي ځل لپاره د هوايي ټرانسپورټ اتحادیه جوړه شوه

د افغان هوایي ټرانسپورت د ښه او پراخ فعالیت په مقصد د لومړي ځل لپاره د سې شنبې په ورځ په کابل کې د هوایي ټرانسپورټ د شرکتونو اتحادیه جوړه شوه.

د دې اتحادیي د جوړېدو په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د ټرانسپورټ د وزارت چارواکو، د سوداګرۍ د خونې مسئولینو او د هوایي خصوصي شرکتونو مشرانو ګډون کړې و.

په غونډه کې احمد فرید پیکار د اتحادیي د رییس په توګه وټاکل شو.

ده وویل، دا اتحادیه به د هېواد د هوایي شرکتونو فعالیتونه تنظیمي او د حقوقو د غوښتنې په وخت کې به له اسانیتاو برخمن وي:

«د هوایي ټرانسپورټ د شرکتونو اتحادیه د دې هدف لپاره جوړه شوه چې د دوي فعالیتونه یو تر بله هم اهنګ او په ټولو کورنیو او بهرنیو فعالتیونو یو له بل سره مرسته وکړي.

له وزارت سره به یي اړیکې هم ټینګي او د ستونزې د حل لپاره به له قانوني لارو چارو څخه په اسانی سره ګټه پورته کړي.»

اوس مهال په هېواد کې پنځه هوایي شرکتونه فعال دي، چې درې یې د مسافرو د لیږدولو او دوه یې د کارګو په چارو کې بوخت دي.

اریانا افغان هوایي شرکت په هېواد کې تر ټولو پخوانی هوایي شرکت دی،
خو په یوزرو درې سوه دوه اتیایم لمریز کال کې خصوصي هوایي شرکتونه هم رامیدان ته شول او د ټرانسپورټ له وزارت څخه یي د فعالیت جوازونه ترلاسه کړل،خو شکایتونه شته چې دا شرکتونه خلکو ته ښه او لازم خدمات نه شي رسولای.

د اتحادیي ريیس وویل، دوي هڅه کوي چې د شرکتونو مسلکې ظرفیتونه پورته او د خلکو د غوښتنې سره سم خدمات ورسوي.

د ترانسپورت سرپرست وزیر داود علي نجفي هیله وښوده چې، په هېواد کې فعال هوایي شرکتونه وکړای شي چې، د یوې منظمې پالیسی له مخې پرمختګ وکړي:

« له ډیرې مودې راهیسي په دې هیله وم چې، د شرکتونو ترمنځ د هم اهنګی لپاره یو ځانګړی ادرس موجود وي ترڅو له دې ادرس سره د هوایي شرکتونو د ستونزو په اوارولو او د ظرفیتونو په لوړولو خبرې وکړو.»

نجفي زیاته کړه، په پام کې ده چې په هوایي برخه کې د نړېوالې ټولنې په مرسته د کادرو روزولو ته یو لړ روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي.

که له یوې خوا خلک د هوایي شرکتونو له غیر معیاري خدماتو څخه شکایت کوي له بلې خوا هوایي خصوصي شرکتونه هم وایي چې دوي ته د دولت له خوا د ښه فعالیت زمینې نه دي برابرې شوي، خو د ترانسپورت وزارت وایي، د ټولو ستونزو اواري ته تدابیر نیول شوي دي.

خان محمدسیند،کابل
XS
SM
MD
LG