د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

افغان ځواکونو ته د مسولیتونو انتقال او د توانمندۍ په اړه يي اندیښنې

د ژمې په روان موسم کې د افغانستان هسک غرونه او پیچلې درې په واورو پټې شوې، د افغانستان په ختیځو برخو کې امریکایي عسکر د ژمې له سړې هوا څخه ګټه اخلې او د سپرلې په موسم کې له وسله والو سره تازه جګړو ته تیاری نیسي.

د پاکستان پولې ته نږدې د پکتیکا ولایت په غرنۍ پوستې زیړوک کې د سختې سړې هوا له امله د وسله والو جګړې بندې شوې او یو ډول چپتیا په سیمې حاکمه شوي ده.

د امریکا متحده ایالات، د افغانستان سرحدې سیمه او له پاکستان سره غزیدلې اوږده پوله د نړۍ تر ټولو خطرناکه سیمه بولې او د خلکو پام ور اوښتی دی.

د ناټو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال عملیه پیل کړې او د ۲۰۱۴ کال په پای کې به بشپړه شي، خو افغان او امریکایی چارواکې اندیښمن دي چې د دغې ۲۶۱۴ کېلومیتره اوږدې ګډې پولې امنیت به چې زیاته برخه یي غرنۍ ده، څنګه ساتې.

که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې پولې امنیت ونه نیول شي نو زیات شمېر وسله والو ممکن ورڅخه تېر شي او په افغانستان کې د سولې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړې.

افغان او امریکایي چارواکې وایي، د پکتیکا ولایت د زیړوک امنیتي پوسته د وسله والو د تېریدو او د هغوي د حملو د مخنیوي په کار کې د دوي د جګړو د جبهو د لومړیو لیکو لړۍ ده.

په پکتیکا کې د امریکایي ځواکونو ویاند جګړن جوزیف بوکېني وایي، د افغانستان ملي پوځ دا توان نه لري چې د دیرشو او شپیتو عسکرو ترمنځ قطعاتو ته لوژستیک او لازم پلانونه برابر کړې.

په دې ولایت کې دا مهال شاوخوا ۳۴۰۰ امریکایي عسکر دېره دي، دا شمېر به د اوړې له موسم مخکې دري زرو ته راټيټ شي.

په زیړک کې دېره امریکایي پوځيان وايي، افغان ځواکونو د ځینو عملیاتو د پلانونو جوړول پیل کړې خو د پلیو او ځمکنیو قواو سمبالښت ورته لا هم ګران کار دی.

په زیړوک کې یوامریکایي پوځي وایي، بله ستونزه داده چې له وسله والو سره سیمه اېز د خلک د مجبوریت پر اساس مرسته کوي او که د سیمې اوسیدونکې له وسله والو سره مرسته ونه کړې هغوي ممکن غچ ورڅخه واخلي. خلک بله چاره نلري.

په تېر نومبر میاشت کې د پکتیکا ولایت د دریو سرحدي ولسوالیو امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول او د ننګرهار ولایت د څلورو سیمو مسولیتونه هم باید افغانانو ته سپارل شوی واي. خو دننګرهار ولایتي چارواکې اندیښمن دي چې سرحدي ځواکونه یي د وسله والو د حملو په مقابل کې عصرې وسلې او پوره تجهیزات نه لري.
XS
SM
MD
LG