د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون وویل متحدو ایالاتو او فرانسې سره موافقه کړې چې په افغانستان کې د ناټو په مشری اوسنې ماموریت خپل قوت او موثریت ته دوام ورکړي.
دا خبره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وروسته له دې د یوه تیلیفوني تماس په ترڅ کې وکړه، چې یو افغان عسکر په فرانسوي عسکرو ډزې وکړې، څلور یي ووژل او پنځلس نور یي ټپيان کړل.
د فرانسې دفاع وزارت وویل، چې په دې پیښه کې طالبان لاس لري.
د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سرکوزی له دغې پیښې وروسته وویل چې پاریس په دې غور کوي چې له افغانستانه د فرانسوي عسکرو ستنول په چټکی ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، چې بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د فرانسوي عسکرو د مړیني له کبله د امریکا د ولس په نماینده ګي خپله ژوره خواشینی او همدردي څرګنده کړه.
اعلامیه زیاتوي، چې هیلیري کلنټن او د فرانسې بهرنیو چارو وزیر الان جوپیه سره سلا شول چې دواړه هېوادونه به د ایساف له نورو هېوادونو سره یوځای د افغانستان له دولت سره همکاري کوي چې په افغانستان کې نړېوال ماموریت په خپل زور او موثریت دوام وکړي.
د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سرکوزي د فرانسوي عسکرو د وژل کیدو له پیښې وروسته له افغان قواوو سره د فرانسوي ځواکونو ګډ عملیات او افغان عسکرو ته روزنه ودروله.
دغه برید د عبدالمنصور په نامه یوویشت کلن افغان عسکر کړی چې نیول شوی دی.
د تیرې جمعې د ورځې دغه برید، د یوې میاشتې په موده کې دوهم دا ډول برید وو، چې د افغان اردو د یوه عسکر له خوا په فرانسوي ځواکونو وشو او په نتیجه کې یي په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو د تلفاتو شمېر ۸۲ کسانو ته ورسید.
د ناټو په مشری ایساف ځواکونه په افغانستان کې ۱۳۰ زره عسکر لري او فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دغو ځواکونو کې ډیره ونډه لري.
د امریکا د بهرنیو چاور وزارت اعلامیه وایي، چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په دغه تیلیفوني تماس کې سربیره پر افغانستان د سوریي د وضعیت او په دې اړه د عربي هېوادونو د ټولنې د راتلونکو غونډو په باب هم سره خبرې کړي.