د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

″پر فرانسوي عسکرو حمله کوونکی د طالبانو له خوا ګمارل شوی و″

د فرانسې د دفاع وزیر
د فرانسې د دفاع وزیر
د فرانسې د دفاع وزیر وايي، هغه افغان سرتیري چې د جمعې په ورځ يې څلور فرانسوي سرتیري مړه او ۱۶ ژوبل کړل، د طالبانو له خوا ګمارل شوې و.

جیراد لانګوې چې د فرانسوي عسکرو له وژل کیدو وروسته په یوه بیړني سفر افغانستان ته راغلی، تیره ورځ په کاپیسا ولایت کې د خپلو ځواکونو په اډه کې وویل، حمله کونکی سرتیرۍ له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو له خوا ګمارل شوې و.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي لانګوې په حواله وايي، دا ۲۱ کلن کس چې له برید وروسته نیول شوی دی، عبد المنصور نومیږي او له دې نه وړاندې، چې په افغان اردو کې شامل شي، ښکاري چې پاکستان ته هم تللی و.

د فرانسې د دفاع وزیر ویلي، عبد المنصور د دوو میاشتو راهیسې په کاپیسا کې د فرانسوي ځواکونو په اډه کې وو.

په عین حال کې د فرانسې د دفاع د وزیر او نورو لوړ رتبه مقاماتو له وروستیو څرګندونو او د افغانستان په اړه د اوږود مهالو ژمنو داسې څرګندیږي، چې دا هېواد نه غواړي، له افغانستان څخه له وخت نه مخکې خپل ځواکونه وباسي.

بل لور ته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه محرم راپور کې ویل شوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذ په یوه سیستوماتیکه ستونزه بدل شوي دي.

دا په تیره یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د افغان سرتیرو له خوا فرانسوي سرتیري وژل کیږي.

په افغانستان کې فرانسوي سرتیرو ته دا وروستۍ مرګ ژوبله په داسې وخت کې رسیدلی، چې د فرانسې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه د پاسه درې میاشتې پاتي دي.

فرانسه په افغانستان کې شاوخوا ۳۶۰۰سرتیري لري، چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې يې ۸۲ عسکر په بمي چاودونو، وسله والو نښتو او نورو پیښو کې وژل شوي دي.

د فرانسوي مقاماتو په وینا د ۲۰۱۲م کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د فرانسوي سرتیرو شمیر ۳ زرو ته راټیټ شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG