د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

عراق: ځان وژونکې حملې ٣٠ کسان ووژل

د عراق په جنوبي ښار بصره کې نن د یوې ځان وژونکې حملې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول .

برید کوونکي چې د پولیسو یونیفارم په تن کې وو شیعه زیارت کونکي يې په نښه کړي دي.

د بصرې د روغتیا رئیس ډاکتر ریاض الله عبد الامر روغتون ته د ۳۰ مړو رسیدل تائید کړي او د هغه په وینا په دې حمله کې شاوخوا نوي تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیسو ویلي حمله کونکي د پولیسو جامې او د هویت کارډ درلود او له همدې امله توانیدلې چې امنیتي کمربند ته چیرته چې شیعه زیارت کونکي ولاړ وو ځان ورسوي.

دغو شیعه مذهبو د امام حسین رضی الله عنه د څلویښتۍ وروستۍ مراسم لمانځل .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG