د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

امریکايي سناتور پاکستان د افغانستان اصلي دښمن وباله


امریکايي سناتور مارک کیرک وايي، له پاکستان سره مرسته ناسم کار دی.
امریکايي سناتور مارک کیرک وايي، له پاکستان سره مرسته ناسم کار دی.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو یو سناتور چې درې کاله مخکې یې په افغانستان کې کار کاوه تازه د سیمې له لیدنې وروسته امریکا ته تللی دی او اسلام اباد یې د کابل اصلي دښمن ګڼلی دی.

یو امریکایي سناتور چې تازه له سیمې امریکا ته ستون شوی دی، وایي، پاکستان د افغانستان لپاره اصلي ګواښ دی او د دغه هیواد د استخباراتو مرکزي اداره، ای. اېس. ای په کابل کې د حکومت لپاره تر ټولو لوی خطر دی.

د جمهوري غوښتونکو سناتور مارک کیرک چې دوې اونۍ یې په سیمه کې تیرې کړې دي، د فرانس پریس اژانس په وینا وایي، د حقاني شبکې ملاتړ د پاکستان غښتلې استخباراتي اداره کوي.

د سناتور کیرک دفتر د ده د څرګندونو متن خپور کړی دی، چې په هغه کې ویل شوې دي، چې د پاکستان د حکومت بیانونه یو مخ درواغ دي.

امریکایي سناتور کریک زیاته کړه، چې ډير امریکایان په افغانستان کې د پاکستان د ای. اېس. ای له امله ووژل شول نو اوس هغه وخت دی، چې له اسلام اباد سره امریکا پر خپلو مرستو بیا نظر وکړي.

د فرانس پریس اژانس په وینا سناتور کیرک بیا وویل، پاکستان د افغانستان لپاره په اصلي ګواښ بدل شوی دی، د دغه هیواد داستخباراتو څانګه د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستر خطر ده او ډیر ستر ګواښ د امریکایي پوځیانو ژوند ته دغې ادارې پیښ کړی دی.

له طالبانو سره یو لاس د حقاني ډله هغه ډله ده، چې باور کیږي د افغانستان په ختیځ کې یې بهرنیو ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.

د حقاني ډلې موسس جلال الدین حقانی دی او مشري یې د هغه زوی سراج الدین حقاني کوي، دغو دواړو ته په واشنګتن کې د نړیوالو ترورستانو په سترګه کتل کیږي.

زه په جدیت وایم، پاکستان چې له موږ سره څه کوي، څرنګه مرسته ورسره وکړو.

کېرک

پر دغې شبکې تور دی چې په افغانستان کې یې د امریکایانو پر ضد یو شمیر سخت مرګوني بریدونه کړې دي، په دغو حملو کې هغه ځان وژونکی برید هم دی، چې په دوه زره نهم کال کې په خوست کې وشو او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. ای. اې) اووه غړي په کې ووژل شول.

سناتور کیرک وویل، ما لومړی ځل په دوه زره اتم کال کې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو په څانګه کې د احتیاطي کارکوونکي په توګه کار کاوه؛ هغه وخت ما باور درلود، چې پاکستان یو ډول پیچلی دی او موږ په سیمه کې خپلې غوښتنې لرو، نو باید د ډیپلوماسۍ له لارې وړاندې شوؤ خو زه نور په دې باور نه یم.

سناتور کیرک بیا وایي، په داسې چاپیریال کې چې امریکا د بودیجې کسر لري، له پاکستان سره مرسته ناسم کار دی او هیڅ ګټه نه لري.

دی بیا وایي، زه په جدیت وایم، پاکستان چې له موږ سره څه کوي، څرنګه مرسته ورسره وکړو.
XS
SM
MD
LG