د ولسمشر حامد کرزي په خبره د افغانانو د پوهې د کچې ټیټوالی او بې سوادي د دې سبب دی، چې هر هېواد پر افغانستان یرغل وکولای شي.
ولسمشر کرزي، چې د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا په دوهمه غونډه کې وینا کول، وویل، افغان ولس پوره پوهه نه لري او د خپلو سیالو هېوادونو څخه ډیر شاته پاته دی او افغانانو هغه پوهه نه ده، حاصله کړې، چې افغانستان ورته اړتیا لري.
ده وویل، بدبختۍ زموږ بې تعلیمۍ راته زیږولي.
“زموږ لوی عیب، لوی مشکل او لوی ترینه ستونزه دا ده، چې موږ تعلیم نه لرو، قرنونه راباندې ضایع شوي دي او خصوصاً په تیرو ۳۰-۴۰ کلونو کې نه یوازې، چې وخت ضایع شوی بلکې هغه چې روزل شوي وو له لاسه ولاړل.
نن که هر هیواد وغواړي، پر افغانستان یرغل وکړي، که طیاره، ټانک او پیسې ورسره وي، کولای شي زموږ خاورې ته راننوځي، د هوا څخه هم او د مځکې څخه هم راتلای شي.
موږ روزلي نه یو:
نن که څوک وغواړي، چې زموږ هیواد ته اقتصادي زیان ورسوي دا کولای شي، وجه دا ده، چې موږ روزلي نه یو هغه ملت نه یو چې پوهه ولرو.”
ښاغلي کرزي پر دې ټینګار وکړ، چې باید ځوانان په ټولو برخو کې په ښه ډول و روزل شي او له استعدادونو څخه یې ګټه واخیستل شي.
نوموړي وویل افغان دولت به د ځوانانو د روزني لپاره خپل امکانات نور هم ډیر کړي.
د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا غړي وايي، په بیلا بیلو برخو کې کار کوي، خو نا امنۍ یې د کارونو مخه نیسي.
دغه شورا تیر کال د ثور په میاشت کې رامنځ ته شوه، چې دوه سوو نه څلویښت غړي لري.
د دې شورا غړي له افغان چارواکو څخه غواړي، چې د لیري پرتو سمیو ځوانانو له یاده ونه باسي.
“ اجمل داور- هلمند: په هغو ځایو کې چې امنیت شته، ځو غونډي جوړو، ځوانان مو راغوښتي او پوهي ته مو هڅولي دي، خو چیرې چې امنیت نشته هلته نه سو تللی.
په ځینو ولسوالیو کې مو استادان په راضاکاره توګه درولي او ښوونیز مرکزونه مو خلاص کړي.
خو لوړې باید سوله وي بیا ښوونه او روزنه.
ذبیح الله بهار: پر دولت زموږ غږ دا دی، چې د لیري پرتو سیمو ځوانان ستونزه دا لري، کله چې بورسونه راځي یوازي د کابل ځوانانو ته ورکول کیږي او ځوانان له دې زوریږي او له بې کاریه هم کړیږي.”
د راپورنو پر اساس افغان ځوانان د خپلې ټولنې شا او خوا ۶۵ سلنه برخه جوړوي، افغان حکومت وايي، د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره یې په تیرو څو کلونو کې ډیر کار کړی.
خو افغان ځوانان بیا وايي، چې مسوولو ادارو او چارواکو د دوی د زده کړو او کار لپاره لازم ګامونه نه دي اخیستي.
د چارو څېړونکې هم د ځوانانو په منځ کې بې کاري یوه جدي ستونزه بولي او انتقاد کوي، چې په تیرو څو کلونو کې دوی ته د کار پراخې زمینې نه دي مساعدې شوي.
راپور: معصوم میوند

پر دولت زموږ غږ دا دی، چې د لیري پرتو سیمو ځوانان ستونزه دا لري، کله چې بورسونه راځي یوازي د کابل ځوانانو ته ورکول کیږي او ځوانان له دې زوریږي او له بې کاریه هم کړیږي.
ذبیح الله