د جرمني دفاع وزیرکرل تیودور څوګوتنبرګ او د جرمني د پارلمان ريیس نوربرت لامیرت نن افغانستان ته راغلل حو د دوی سفر د امنیتي ملحوظاتو په خاطر پټ ساتل شوی وو.
جرمني چارواکو په دې ښار کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د امنیت او همکارۍ (ایساف) ځواکونو په چوکاټ کې له جرمني پوځیانو سره وکتل.
د جرمني چارواکي وخت په وخت افغانستان ته راځي او له خپلو ځواکونو سره ویني څو هغوی ته ووايي چې د خپلو خلکو او چارواکو هېر نه دي.
دا د تېر کال (۲۰۰۹)په اکتور کې، کله چې ښاغلي څو ګوتنبرګ د جرمني په نوي حکومت کې دفاع وزیر ټاکل شوی دی ، افغانستان ته د نوموړي پنځم سفر دی.
جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلور نیم زره سرتېري لري.د افغانستان روان ماموریت د جرمني لپاره په درسته نړۍ کې تر ټولو لوی ماموریت دی.
د جرمني پارلمان اجازه ورکړې چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته تر پنځه زره درې سوه پنځوس(۵،۳۵۰) پورې عسکر لېږلی شي.