د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۸

جبارخیل:د کابل هوايي ډګر سرحدي پولیس زیاتې لاسته راوړنې لري

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل
د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل
د کابل د هوايي ډګر سرحدي پولیس له افغانستان څخه د مخدرو موادو په قاچاقو کې نړېوال قاچاق کوونکي ښکیل بولي او وايي چې دغه قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د نوېو لارو په موندلو سره مخدر مواد بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړي .

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل چې د چهارشنبې په ورځ یې د خپلو شپږ میاشتنیو لاسته راوړنو په اړه ژورنالستانو ته معلومات ورکول وویل، چې د کابل د هوايي ډګر سرحدي پولیسو د روان لمریز کال په لومړېو شپږو میاشتو کې د مخدرو موادو د قاچاقو اوولس پېښې کشف کړي، چې په تړاو یې دوه ویشت کسه نیول شوي دي:

(د کابل د نړېوال هوايي ډګر پولیسو د قاچاقچیانو د کشف او نیولو او دغه راز د جعلي اسنادو په کشف او نیولو کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

یواځې په تېرې اونۍ کې مو د جعل څلور پېښې له عاملینو سره نیولي دي. دغه راز د مخدرو موادو سره په تړاو مو هم په ۱۷ پېښو کې نشې مواد له افرادو سره یوځای نیولي دي.)

د نوموړي په وینا دغه مخدر مواد ډیرې دوبی، هند او ترکیې ته قاچاق کیږي چې له هغه ځایه بیا اروپایي هېوادونو ته لیږدول کیږي.

ښاغلي جبارخیل دا ومنله چې په نیول شوېو قاچاق کوونکو کې بهرنیان هم شامل دي او دغه شان د قاچاق کوونکو سره په تړاو یې د وه پولیس هم نیولي دي .

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان وویل چې دا اونۍ هم دوي د مخدرو موادو څلور قاچاق کوونکي نیولي دي .

د جبارخیل په وینا کورني قاچاق کوونکي د نړېوالو قاچاق کوونکو سره تړلي دي او ګیله يي وکړه چې ګاونډي هېوادونه له دوي سره د قاچاق کوونکو د شبکو په تعقیب کې همکاري نه کوي .

نوموړي وړاندې وویل، چې دوي دغه راز د هوايي ډګر له لیارې د غیر قانوني پیسو د انتقال مخه هم ډب کړې ده او یو مسافر له ځانه سره یواځې د شلو زرو ډالرو د انتقال حق لري او بس.

ده دا هم وویل چې تېر کال یي هم دوه تنه پولیس له قاچاق کونکو سره د مرستې په تور نیولي وه.

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو چارواکي په داسې حال کې د لاسته راوړنو خبره کوي چې له دغه ځایه د قاچاق کوونکو د تګ، راتګ او د پیسو د غیر قانوني لیږد په اړه ګڼ شکایتونو موجود دي،خو چارواکي وايي دوي هڅه کوي چې تر وروستي بریده د دغو مواردو مخه ونیسي.

مجاهد جواد.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG