د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

د کابل نړیوال کنفرانس په اړه خلک څه وايي؟

د ازادي راډیو خبریال خان محمد سیند له ځوانو څخه د کابل نړیوال کنفراس په اړه د هغوی نظر پوښتي
د ازادي راډیو خبریال خان محمد سیند له ځوانو څخه د کابل نړیوال کنفراس په اړه د هغوی نظر پوښتي

د كابل د نړيوال كنفرانس د پاى ته رسيدو وروسته، خلك مختلف نظريات وړاندي كوي، ځيني وايي، دا د افغانستان لپاره لوى برى او ستره لاسته راوړنه ده. ځيني په دې نظر دي، چې كه د كنفرانس پريكړې عملي نه شي دانو يوه بې ګټې غونډه ده.

د كابل نړيوال كنفرانس په هكله خلك مختلف نظريات لري، ځيني يې د هېواد او خلكو په ګټه او ځيني يې په ګټه نه بولي.

د كابل نړيوال كنفرانس د سې شنبې په ورځ ډېرو خلكو د ملي تلويزيون له لارې په مستقيم ډول څارلي او اوس يې په هكله مختلف نظريات وړاندې كوي، د ښاريو تن اوسيدونكى ميوند ازادي راډيو ته وايي:

"دې کنفرانس ته هیله مند یو، ځکه چې بهرنیانو وویل، چې پنځوس په سلو کې پیسې به د افغانان دولت له لارې مصرفیږي او هیله ده، چې په راتلونکي کې لا ډېرې مرستې د افغان دولت له لارې ولګول شي او افغان حکومت یې په سمه توګه مصرف کړي.

اداري فساد باید له منځه لاړ شي او هغه کسان او د هغو کسانو خپلوانو ته چې په دولت کې دنده لري پروژې ورنه کړل شي او ټولې پروژې باید په شفاف ډول پلي شي."

د كابل نړيوال كنفرانس د سې شنبې په ورځ سهار پيل او ترمازيګره يې دوام وكړ. په دى كنفرانس كې د نړۍ د څه باندې شپيتو هيواد ونو لوړپوړو چاروواكو، د بهرنيو معتبرو ادارو استازيو او د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي بان كي مون ګډون كړى و.

په كنفرانس كې د افغان حكومت له خوا په ترتيب شويو طرحو او پلانونو بحثونه ترسره او د يادوشويو پلانونو په عملي كېدو كې له افغان حكومت سره د ملاتړ ژمنې هم وشوې.

افغان حكومت هم ژمنه وكړه، چې د دې طرحو عملي كېدو ته به له پخوا څخه زياتي هڅى وكړي او د دې ترڅنګ به تردوه زره څوارلسم ميلادى كال پورې دا وړتيا مومي، چې د هيواد د امنيت ساتل افغان امنيتي ځواكونه پرغاړه واخلي.

ځيني خلك وايي، ترڅو چې د بهرنيو مرستو زياته برخه د بهرنيانو په واك كې وي، دا ډول كنفرانسونه به بې ګټې اوسي.

د محمد نعيم په نوم يوتن وايي:

"دا کنفرانس به ښې پایلې ونه لري، ښې پایلې به هغه وخت ولري، چې نړېواله ټولنه خپل سل په سلو کې مرستې د افغان دولت له لارې ولګوي، نه دا چې پنځوس په سلو کې کوي او پنځوس په سلو کې نه کوي. د دې معنی دا ده چې په راتلونکې کې به هم په افغانستان کې فساد شتون ولري.

په کنفرانس کې مو له افغان ولسمشر څخه واورېدل چې د اداري فساد لویه برخه به غیر دولتي موسساتو کې ده، دا ځکه چې بهرنیان له دوی سره تړونونه لاسلیک کوي او پروژې د دوی له خوا پلي کوي."

ځيني بيا وايي، د كنفرانس په ورځ يې د امنيتي تدابيرو له امله ستونزې ګاللي سربيره پر دې، چې ورځني كارونه په كې په ټپه ولاړ و، ډيرو ناروغانو په كې د لارو او سړكونو د بنديدو له امله دردونه په كورونو كې وزغمل. يو تن حميد اله نومی وايي:

"لارې بندې وې، زموږ یو کاونډی اپنډیسي شو، موټر نه پرېښود او دا ډېره ګرانه وه، چې په شا مو روغتون ته رسولی وای، یو کلینک ته مو وروست څو ډاکټر ورته د تسکین ستن ولګوي، بیا مو پولیسو ته وویل، چې موږ ته لار راکړي، څو دا ناروغ روغتونه ورسوو."

كارپوهان وايي، د دې كنفرانس ښيګڼه په كې وه، چې په كابل كې جوړ او طرحې يې د افغانانو له خوا جوړې شوې وې.

ګډون والو ته د كنفرانس طرحې او پلانونه په زړه پورى وو او داسې څه په كې ونه ليدل شول، بهرنيان دې ورسره مخالف اوښيي.

افغان حكومت هيله مند دی، چې نړيواله ټولنه به د دې كنفرانس د پلانونو په عملي كېدو كې دوى يوازې پرى نه ږدي.

دا، چې نړيواله ټولنه به د كنفرانس د پلانونو په عملي كيدو كې څومره هڅې وكړي، دا به وروسته څرګنده شي.

راپور: خان محمد(سيند)
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG