دواړو مشرانو پر دې ټینګار وکړ، چې دا پر ځای پریکړه ده، چې د لویدیځ محارب پوځیان له افغانستانه وایستل شي. البته سره له دې چې شک کیږي چې افغان ځواکونه به دا وړتیا پیدا کړي، چې د خپل هیواد امنیت وساتي او یاغیان به وځپي.
دا خبرې وروسته تر دې وشوې، چې په کابل کې د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د دې پلان ملاتړ وشو، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې د افغانستان ډیرې امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.
د دې پلان په اړه پرون د کابل په نړیوال کنفرانس کې ولسمشر حامد کرزي وویل، چې افغان ځواکونه به څلورکاله وروسته دې ته تیار وي، چې په ټول افغانستان کې امنیتي چارې په خپله سمبال کړي:
"موږ د افغانستان د ملي پوځ د پرمختګونو ستاینه کوو. زه د دې پریکړې یادونه کوم، چې د افغاستان ځواکونه به تر دوه زره څوارلسم کال پورې پوځي چارې په خپله غاړه واخلي او د قانون د تطبیق د عملیاتو مسوولیت به یې هم خپل وي."
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د موضوع په اړه د بریتانیا له صدراعظم سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، موږ سمه ستراتیژي لرو، د طالبانو د ماتې هڅې روانې دي او د افغانانو د ظرفیتونو د لوړیدو کوشش کیږي نو افغانان کولای شي، چې په راتلونکې کې خپل مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي.
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وویل:
"د افغانستان په اړه تر دې ډېر شفافیت او وضاحت نه شته، چې بریتانیایان او امریکایان اوږه په اوږه ولاړ دي او د خپلو ملي ګټو لپاره په دې ماموریت کې سره یو ځای شوي یوو.
زموږ بریتانیایي پوځیان د امریکا تر قوماندې لاندې په هلمند کې فعالیت کوي او په کندهار کې بیا امریکایي پوځیان لرو، چې بریتانیایه یې قوماندان دی."
د د بریتانیا او امریکا مشرانو پر ایران د بندیزونو مساله هم وڅیړله او له تهرانه یې وغوښتل، چې د یوارنیمو له غني کیدو لاس واخلي. د امریکا او بریتانیا مشرانو د اسرایلیانو او فلسطینیانو تر منځ هم د مستقیمو خبرو د پیلیدو هیله وکړه.