د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

هیلري کلینټن له یو شمیر افغان میرمنو سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن

مخكې له دې چى دكابل نړيوال كنفرانس پيل شي ، دامريكا دمتحدوايالاتو دبهرنيو چارووزيرې هلري كلینټن ، دافغانستان دمدني ټولنې ، او دولسې جرګې له يوشمير ښځو غړو سره وكتل .

دامريكا دمتحدوايالاتو دبهرنيو چارووزيرى ميرمن هیلري کلینټن ، دسه شنبى په ورځ دكابل دنړيوال كنفرانس له پيل كيدو دمخه ، دافغانستان دمدني ټولنې اوولسې جرګى يوشميرښځو غړوسره په يوې لنډې ليدنه كى ژمنه وكړه چې دافغان ميرمنو دحقونو څخه به دفاع وكړي .

ميرمن کلینټن چى دكابل په نړيوال كنفرانس دگډون په نيت ، كابل ته راغلې ده ، دامريكا په سفارت كې يې افغان ميرمنو ته وويل چې، دا دافغانستان روان حالات څيړي ، او هيله ښيي چې ، افغانستان به له دغو ټولو ستونزو په بري سره ووځي .

ميرمن کلینټن وويل ، دكابل په نړيوال كنفرانس كې به ددې دطرحې عمده برخه داوي چې، دهيواد په ټولو پرمختګونواوسياسي اوټولنيزوفعاليتونو كې دافغان ميرمنو حقونه له پامه ونه غورځول شي . دى وويل :
(( زه پوهيږم چى دملي پخلاينې دپروسې څخه افغان ميرمنې څومره انديښنى لري ، خو ما دكرزي په وروستۍ وينا كې واوريدل چې دښځو حقونو او لږكيو ته به دهيواد په ټولوچارو كې پاملرنه كيږي . اوشخصا زه به دكابل په كنفرانس كې دافغان ميرمنو دحقونوپه خونديتوب ټـينګاروكړم ))

له ميرمن کلینټن سره په جوړې شوې غونډه کې ، شاوخوا لسو افغان ميرمنو ګډون كړى و چې، هرې يوې په لنډ ډول ، په ټولو پرمختګونو كې دافغان ميرمنو ونډه بيان او ددې ترڅنګ يې دښځو په وړاندې ستونزې هم په ګوته كړې . دولسې جرګې غړې فوزيه كوفي ددى ليدنى په هكله دازادى راديوته وويل :
(( دملي پخلاينې په پروسه كې اوهمدارنګه مو په نورومدني چاروكې خپلې انديښنې بيان كړې ، خو ميرمن کلینټن ژمنه وكړه ، چى دښځو دحقوقو خبره به په كنفرانس كې هم كوي ، او ددې ترڅنګ دافغان ميرمنودمدني ستونزو دحل لپاره دمرستو دوامداره ژمنې یې هم وكړې ))

سره له دى چى اوسمهال په هيواد كې داسې ښځې هم ليدل كيږي ، چې ددولت په لوړو كرسيو كاركوي ، په ملي شوراكې يې ګډون هم دپام وړدى ، اوسربيره پردې د ولسي جرګې په راتلونكوانتخاباتو كې د څه باندې دوه زره پنځه سوه كانديدانو په جمله كې ، له سلو څخه زياتې ښځې دي .

خو ددې سره بياهم ښځې وايي ، چې ددوى په وړاندې زورزياتي اوس هم شته ، او كله كله داسې پيښې هم رامينځ ته كيږي چې حتى ښځې پكى دزورزياتي او كورنيو تاوتريخوالو له امله ځانونه وژنى هم .
XS
SM
MD
LG