د كابل نړېوال كنفرانس چى د سې شنبې په ورځ په كابل كې جوړيږي، د عامې روغتيا وزارت ورته په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو د لا پراختيا په نيت، يو لړ نوې طرحې ترتيب كړي دي.
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، چې د دې طرحوله پلي كېدو سره به د هېواد په مركز او ولايتونو كې په روغتونونواود روغتيايي خدماتو په رسولو كې، مثبت بدلون راشي.
د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت سر پرستې ډاكتر ثريا دليل د دوشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، چې د كابل نړېوال كنفرانس ته دا طرحې يوازې د مالي مرستو د جلبولو لپاره نه، بلكه هيله ده چې نړېواله ټولنه د هېواد له روغتيايي نظام سره، په دوامداره توګه مرستې وكړي.
ډاكټرې ثريا دليل، ترتيب شوې طرحې داسې په ګوته كړې:
"د روغتيا وزارت د كابل كنفرانس ته شپاړلس طرحې وړاندې كوي، چې په دوي كې د كابل د روغتونونو اصلاحات، د مسلكي مهارتونو لوړول او د نرسنګ د سيستم پراختيا شامله ده، همدارنګه د بودېجې كموالى هم عمده ستونزه ده."
د افغانستان دعامې روغتيا د وزارت سرپرستې وويل، چې يو سلو درې نوي ميليونه ډالره په كار دي چې ترتيب شوې طرحې پرې په درې كلونو كې بشپړې شي.
ثريا دليل وويل، په هېواد كې د ميندواو ماشومانو د مړينې د سطحې راټيتولو ته د مسلكي ظرفيتونو لوړول او د قابلو روزل، ضروري دي، چې دم ګړۍ دا يوه عمده ستونزه ده او روزلو ته يي كافي بودېجه هم نه لري:
"په سيستم كې اوس مهال شاوخوا دوه زره قابلې په كار بوختې دي، يو زرو درې د قابله ګۍ په مسلكي ښوونځيو كې زده كړې كوي.
سربيره پردې موږ بايد درې زره نورې قابلې هم ولرو، كومه بوديجه چې دې روزنې ته ځانګړې شوې، شپږ مياشتې يا يوكال وروسته به ختمه شي."
د وزارت چارواكي وايي، چې د هرې مسلكي قابلې روزلو ته په دوه كالو كې پنځلس زره ډالره په پام كې نيول شوي دي.
د كابل نړېوال كنفرانس چې ويل كيږي د افغانستان د ستونزو د حل او پراختيا لپاره يوه مهمه پېښه ده، د افغانستان د ثبات بنيادي پروګرامونه به په كې بحث ته وړاندې شي.
دا چې نړېواله ټولنه به دغو طرحو ته څومره ليوالتيا وښيي او هېواد سره به څومره مرستو ژمنې و كړي، دا به له كنفرانس څخه وروسته څرګنده شي.