د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

بلاټز په ښکاره ډول وویل چې ملا عمر په پاکستان کې دی

په کابل کې د ناټو او ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز
په کابل کې د ناټو او ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز

په افغانستان كې د ناټو ځواكونه وايي، چې د تيرو څو مياشتو په ترڅ كې يې د مخالفينو يوشمېر مهم قومندانان وژلي او يو شمير نور بيا په خپله خوښه تسليم شوي دي. په عين حال كې دوی د لومړي ځل لپاره دا منله چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې دی خو د هغه د نيولو او يا وژلو په اړه يې كومه غوښتنه ونه كړه. د ناټو وياند دغه راز د پاكستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال حميدګل هغه خبرې هم په كلكه رد كړې، چې ويلي دي چې ناټو په افغانستان كې ماته خوړلي او طالبان به بيا واك ته رسيږي.

په داسې حال كې چې افغان حكومت او ځينې نړيوالې څيړنې تل وايي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې پټ دی، په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د لومړي ځل لپاره دغه خبره رسما تاييد كړه.

د ناټو د ځواكونو وياند جنرال بلاتز د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې په ډاډ سره ويلي شي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې پټ دی.

"كله چې د ملا عمر په اړه خبري كوو نو بايد وه وايم، چې پاكستان په ټوله معنی د دغه كس په اړه معلومات لري او په دې پوهيږي، چې دغه كس څه كوي.

زه د ايساف وياند يم او بايد وه وايم، چې د دغه كس په اړه مو ټول معلومات پاكستان ته ليږلي دي او داچې نه نيول كيږي نو غوره به دا وي، چې تاسو دا پوښتنه د پاكستان د حكومت له وياند څخه وكړئ."

خو د ناټو دغه وياند په دې اړه د پاكستان له حكومت څخه په زغرده څه ونه غوښتل چې د طالبانو دغه مشر دې يا ونيول شي او يا دې هم ووژل شي.

له بلي خوا جنرال بلاټز وويل، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د جون د مياشې په لومړيو كې له خپلو پلويانو څخه د يوه پيغام په ترڅ كې غوښتي وو، چې په بهرنيو ځواكونو دې بريدونه زيات كړي او د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه كې دې زيات څه وه كړي.

خو د ده په وينا طالبان د دې امر په منلو كې پاتې راغلي ځكه ده وويل، چې يواځې د جون د مياشتې راهيسي په افغانستان كې ۱۸۸ ملكي وګړي وژل شوي دي، چې ډېري يې د طالبانو په لاس وژل شوي دي.

د ناټو وياند په افغانستان كې د اربكيو د جوړېدو خبره رد كړه او وويل، چې اصلا هدف د اربكيو يا قومي مليشو جوړيدنه نه ده بلكې غواړي، چې محلي پوليس جوړ كړای شي.


"دا به مليشي نه وي، بلكې ورته سمه اصطلاح دا ده، چې دا به افغان محلي پوليس وي، اوس افغان دولت د دغو محلي پوليسو د جوړېدو امر كړي، دا په بشپړه توګه يوه افغاني طرحه او پروګرام دي، چې د ناټو له خوا يې ملاتړ كيږي، دا پوليس به د لنډي مودې لپاره يعنې له څلورو څخه تر پنځو كلونو لپاره وي، چې په دې موده كې په خپله افغان امنيتي ځواكونه خپل وروستي او بشپړ ځواك تر لاسه كړي."

دا چې په افغانستان كې د اربكيو او يا د قومي مليشو د جوړېدو په برخه كې ترخې تجربې وجود لري ځكه په هېواد كې كله چې له كوم چا څخه كوم وخت وركړل شوى واك بېرته اخيستل كيږي نو ډول ډول ستونزې جوړوي.

په دې اړه جنرال بلاټز وويل، چې د محلي پوليسو د جوړېدو او څرنګوالي په برخه كې به د كابل په نړيوال كانفرانس كې بشپر معلومات وركړل شي او بې له شكه چې د دغو پوليسو كنټرول او څارنه به كيږي.

د ناټو وياند دغه راز د پاكستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال حميد ګل هغه خبرې هم په بشپړه توګه بې بنسټه وبللې، چې ګويا ناټو په افغانستان كې ماتې خوړلې او طالبان به بيا واك ته رسيږي.

جنرال بلاتز وويل، چې په افغانستان كې د ناټو واك او ځواك ورځ په ورځ د پراخيدو په حال كې دى.

راپور: مجاهد جواد
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG