د افغانستان د كار ټولنيزوچاروشهيدانو او معلولينو وزارت وايي، چې په دې هېواد كې د تېرو او روانو جګړو او نا امنيو له امله نږدې شپږ نيم ميليونه ماشومان له ډول ډول خطرونو سره مخ دي.
د كارټولينزوشهيدانواومعلولينو وزيرې امنه افضلي چې د يكشنبې په ورځ د غور په مركز چغچران كې د بې وزله او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د روزنتون د جوړولو د تړون د لاس ليك پر مهال خبرې كولې وويل، چې دوي په پام كې لري په افغانستان كې د بې وزله او يتيمو ماشومانو لپاره روزنتونونه جوړ كړي:
"له خطرونو سره د مخامخ ماشومانو كره شمېره نه لرو، كه چېرې د واټونو پرسرموږ كارګرو ماشومانو ته وګورو نو طبعا موږ له بېلابېلو ګواښونو سرمخامخ ماشومان لرو.
موږ د دوي په اړه كره سروې نه لرو، خوويلاى شو چې په افغانستان كې نږدې شپږ نيم ميليونه ماشومانو له ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، موږ په پام كې لرو چې د دې ماشومانو سروې وكړو او تر خپل پوښښ لاندې يي راولو، لكه څرنګه مو چې په چغچران كې ورته مركز جوړ كړهيله لرو، چې په ټول هېواد كې د دوي د ساتنې او پالنې لپاره مركزونه جوړ كړو."
په دې غونډه كې په كابل كې د ليتوانيا د هېواد سفير وويل، چې دوي ځكه په غور ولايت كې د روزنتون په جوړولو لاس پورې كړى، چې په دې ولايت كې د دوي پي، ار، ټي موجوده ده او ماشومان په كې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وويل، چې هېواد يي مخكې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې مرستې كړي دي او په راتلونكې كې به هم خپلو مرستو ته دوام وركړي:
"په غور ولايت كې چې د ليتوانيا هېواد پي، ار، ټي موجوده ده تراوسه يي له افغانانو سره په بېلابېلو برخو كې مرسته كړې ده.
ليتوانيا د كار ټولنيزو شهيدانو اومعلولينو وزارت سره د ظرفيتونو د لوړلو په برخه كې به مرستې وكړي."
د كار ټولنيزو شهيدانو او معلولينو د وزارت د معلوماتو له مخې دغه روزنتون چې د غور په چغچران كې جوړيږي د ۲۵۰ بې وزله او يتيمو ماشومانو ته د روزنې او پالنې ظرفيت لري، چې يواځې د ورځې له خوا به ورته د بېلابېلو كسبونو زده كړي به په كې وركول كيږي.
د نوموړي وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې هېواد كې يواځې څلور پنځوس دولتي او يوولس خصوصي روزنتونونه موجود دي چې د لس نيم زره په شاوخوا كې بې وزله او يتيم ماشومان په كې ساتل كيږي.
د كار ټولنيزو چارو وزارت وايي، په افغانستان كې چې ډيرى شمېرماشومان بې وزله او يتيم دي نو فعال روزنتونونه د دوي د ساتلو وړتيا نه لري او له مرسته كوونكو هېوادونو څخه غواړي چې په دې برخه كې له دوي سره مرستې زياتې كړي.
راپور: ذكيه غياثي