د افغانستان د کاراو ټولنيزو چارو وزارت او د كار نړېوال سازمان يو نوى تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې په دغه هېواد كې د كاري ظرفيتونو د لوړولو، د حرفه يي زده كړو او د كار موندنې فرصتونه برابر شي.
د كاراوټولنيزو چارو وزارت به دغه پروګرام د كار د نړېوال سازمان په مرسته په راتلونكوې پنځو كلونو كې پلي كوي.
د كاراو ټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو وزيرې امنه افضلي د شنبې په ورځ په كابل كې د دې تړون د لاس ليك پر مهال وويل، دغه تړون چې د ښايسته كارپه نوم ياديږي د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره د وړاندې كيدونكو پروګرامونو يوه برخه ده، نوموړي د دې پروګرام په اړه داسې وويل:
"افغانستان چې درې لسيزو جګړو ځپلى دى او اوس چې موږ لويه ستونزه لرو هغه بې كاري ده زه تاسې ته په ډاډه زړه ويلاى شم، چې همدا بې كارې د نا امنيو زيږنده ده، نو د بې كارۍ د ستونزې د له منځه وړلو، د كاري فرصتونو د رامنځ ته كولواو له دې هېواد څخه د فقر د ټغر د ټولو لپاره مو د كار د نړېوال سازمان په مرسته د ښايسته كار په نوم يو نوي پروګرام پلي كړ."
د كاراو ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې پنځه كلن پروګرام يي د ښځو لپاره د كار موندنې د زمينې برابرول هم په پام كې نيولي دى.
په دې غونډه كې د كار د نړېوال سازمان غړې كروي برجر وويل، چې دوى به د دې پنځه كلن پروګرام په پلي كولو كې له افغان دولت سره مرسته وكړي، هغه د دې پنځه كلن پروګرام د پلي كولو د څرنګوالي په اړه داسې وويل:
"د دې پروګرام هدف حد اقل په كال كې يوځل د كار د بازار د څرنګوالي په اړه معلومات وشي، د جندر د موضوع په پام كې نيولو سره د كار موندني د پاليسي جوړول، چې د روزنې پر ګډون د ښځواو نارينه وو لپاره د كار موندنې زمينه بايد برابره شي، موږ به په دې برخه كې د كار او د پوهنې له وزارتونو سره په ګډون كار وكړو"
په عين وخت كې د كار او ټولنيزو چارو وزيرې همدا راز وويل، چې دوي به د كابل په نړېوال كنفرانس كې له ديرشو زيات د حرفه يي مركزونو د جوړېدو وړانديز وكړي او د دوي د پلان له مخې بايد په كال كې سل زره كسان د حرفوي او فني زده كړو په برخه كې وروزل شي.
د كار او ټولنيزو چارو وزيرې وويل، چې په افغانستان يوازې اوه فيصده خلك بې روزګاره دي، خو د دې پرخلاف د يوشمېر سازمانو سروې ګانو بيا په افغانستان كې د بې كارۍ كچه له دې ډيره لوړه او د اندېښنې وړ بللې.
راپور: ذكيه غياثي