د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

څارونكي:په افغانستان كې د امريكا له خوا په شوومرستوكې درغلي شوې

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال ارنولد فیلدز د افغانستان د بیا رغوونې خاص عمومي څارونکی دی
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال ارنولد فیلدز د افغانستان د بیا رغوونې خاص عمومي څارونکی دی

د امریکا د متحده ایالاتو دعمومي پلټنې د ادارې مشر چې کارکوونکي یي د افغانستان د بیا رغوونې د پروګرام لپاره د امریکا په ۵۱ میلیاردو ډالرو کې د درغلیو، بې ځایه لګښتونو او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه څیړنه کوي، د کارونو له شفافیت څخه راضي نه بریښي. د امریکا د حکومت د مالي کنټرول شوری چې د افغانستان د بیا رغوونې د لګښتونو په اړه یي معلومات راټول کړي، د متحده ایالاتو له لوى څارنوال ایرک هولډر څخه یي غوښتي چې د افغانستان د بیا رغوونې د څارونکو د قانون عملي کولو صلاحیتونه دي بند او یا هم لغوه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د ۵۱ میلیاردو ډالرو مرسته کړې او غواړي چې په راتلونکي کال کې یي ۷۱ میلیاردو ډالرو ته پورته کړي.

د امریکا د حکومت د مالي کنټرول شوری وایي، د افغانستان د بیا رغوونې د چارو عمومي پلټونکی خپله دنده سمه پر مخ نه ده وړې.

ده، خپلو کارکوونکو ته د وسلو استعمال نه دی ور زده کړی او ان د وسلو درلودلو کومه پالیسي هم نلري، دغه راز د پلټونکو د کارونو د څار په مقصد د معلوماتو راټولو په ګډون کوم برقي سیستم هم نه لري.

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال ارنولد فیلدز د افغانستان د بیا رغوونې خاص عمومي څارونکی دی. ده، د څارنې ډلې ته ویلي، د حکومت د مالي کنټرول د پلاوي ارزونه مني او اصلاحات یي ترلاس لاندې نیولي دي، خو د جنرال فیلدز دې څرګندونو، د امریکا په کانګرس کې د حکومت د قراردادونو د څارنې د کمېټې د مشرې ډېموکراټې سناتورې، کلیېر مککسکیل قناعت حاصل نه کړ.

دا سناتوره وایي، د افغانستان د بیا رغوونې په اړه د حکومت د مالي کنټرول د شوری راپور ښیې چې د بیارغوونی د څارنې ټیم بې کفایته او کمزوری دی او د دې وخت را رسېدلی چې د ټیم لپاره د نوي مشر په ګډون، په ټیم کې اساسي بدلون راوستل شي.

سناتوره مک کسکیل وایي، دا کار باید د امریکایي سرتېرو او د مالیو ورکونکو امریکاییانو په خاطرهم وکړو، د افغانستان د بیا رغوونې د خاصې څارنې د ډلې مرستیال جان برومینټ د امریکا د حکومت د مالي کنټرول له دې ارزونې او راپور سره موافق نه دی چې وایي، د دې ډلې له غړو څخه دې د قانون د عملي کولو صلاحیتونه واخیستل شي.

ښاغلی برومینټ وایي، د افغانستان د بیا رغوونې د پلټنې اداره نوی او د ودې په حال کې ده او د جګړې د ډګرستونزې یي هم پر مخکې پرتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د افغانستان د بیا رغوونې د پلټنې ټیم ته شل تنه رسمې مامورین ورکړي او یو شمېر نور یي په موقت ډول د قراردادونو په اساس له دوي سره کار کوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG