د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

ملي امنيت د ترهګرو او سړي تښتونكو څلورډلې نيولي

د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري
د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، چې د روانۍ اونۍ په ترڅ كې يې په كابل اويوشمېر ولايتونوكې د ترهګرو اوسړي تښتوونكو څلور ډلې نيولې دي، دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د پنجشنبې د ورځې په ماسپښين په يوې خبري غونډه كې وكړې. ښاغلي انصاري وويل، چې نوموړو ډلوغوښتل په كابل او د افغانستان په يوشمېرختيځواو جنوبي ولايتونوكې ورانكاري او د سړي تښتونې اعمال ترسره كړي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست د ترهګرو او سړي تښتوونكو د څلور ډلو د نيونې خبر وركوي،د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري په وينا د ترهګرو او سړي تښتوونكو دغه ډلې د روانې اونۍ په ترڅ كې نيول شوي دي.

ښاغلي انصاري چې د پنجشنبې په ورځ يې په كابل كې يوې خبرې غونډې ته خبرې كولې وويل، چې د ترهګرو او سړي تښتوونكو دغو ډلوغوښتل په كابل، هلمند، كندهار، لغمان او ننګرهار ولايتونو كې ورانكاري او د سړي تښتونې اعمال تر سره كړي:

"په دې اوونۍ كې د ملي امنيت ساتونكي يو د ورانكارو ګروپ چې ۴ تنه يي غړي وه اوپه بل ګروپ كې ۵ تنه وه، د لغمان ننګرهار او كابل له ولايتونو څخه نيول شوي او ورسره يي دوه د سړي تښتونكو ډله چې په كابل كې نيول شوى چې په اته تنه يي په يو ګروپ كې او څلور تنه يي په بل ګروپ كې ګډون درلود."

د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند زياته كړه، چې د ترهګرو او سړي تښتوونكو نيول شوېو ډلو تر دې د مخه هم په بېلابېلو ولايتونو كې ورانكاري اعمال ترسره كړي دي، د ښاغلي انصاري په وينا له نيول شوېو ډلو څخه يوه اندازه وسله او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، چې په تېرو څو وروستيو كلونو كې كابو درې زره كسان د ترهګرو فعاليتونو او سړي تښتونې په تور د امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې خلك د امنيتي پېښو په مخنيوي كې د افغان امنيتي ارګانونو د پاتې راتلو خبره كوي وايي چې امنيتي ارګانونه لكه څنګه چې لازمه ده خپل مسووليتونه نه دي ترسره كړي.

خو د امنيتي چارو كارپوهان وايي، چې د افغان امنيتي ځواكونو په پياوړتيا سره به دوى د دې جوګه شې چې خپل مسووليتونه تر سره او د امنيت د ټينګښت په برخه كې اغيزم رول ولوبوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG