د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت چارواكي وايي، چې په كابل كې يې د نس ناستې يا اسهال د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د كابل د څښلو د اوبو د پاكولو هڅې پيل كړي دي.
د عامې روغتيا د وزارت سرپرستې ډاكټر ثريا دليل د چهارشنبې په ورځ د څښلو د اوبو د صحي كولو د كمپاين پرمهال وويل، چې دوی به په دې كمپاين كې د كابل د ښار او د شاخوا پنځو ولسواليو د اوبو په ۱۳ زيرمو او ۴۳۰۰۰ څاګانو كې د اوبو د پاكولو په هدف كولورين واچوي.
"دا چې په افغانستان كې د اسهالاتو كچه زياته ده د دې يو دليل دا دی، چې زيات افغانان پاكو او صحي اوبو ته لاس رسې نه لري، ځكه په كليو او بانډو كې پاكو او صحي اوبو ته د خلكو لاس رسی يواځې شل فيصده دى، په ښارونو كې ۵۸ فيصده او په كوچيانو كې دغه اندازه يواځې ۱۶ فيصدو ته رسيږي."
اغلې دليل وړاندي وويل، چې په افغانستان كې له هرو زرو ماشومانو څخه ۱۰۶ ماشومان مخكې له دې چې پنځه كلن شي مړه كيږي او له ۳۰ څخه تر ۴۰ فيصدو پورې كوچنيان د نس ناستي يا د اسهال د ناروغۍ له امله مړه كيږي.
دغه راز نوموړې زياته كړه، چې د اوړي په موسم كې يواځې په كابل كې هره اوونۍ ۶۵۰۰ كسان د نس ناستي د ناروغۍ له امله په روغتونو كې ثبت شوي دي.
خو ايا يواځې په اوبو كې د كلورينو اچول به د اوبو د پاكولو او يا د پاكو اوبو د زيرمو د ساتلو لپاره كافي وي او كه څنګه؟
په دې اړه د كابل په ښار كې د اوبو رسولو د ادارې مشر انجنير محمد يونس وويل، چې په كابل او په ټول افغانستان كې د څښلو د اوبو په وړاندې دوه ستر تهديدونه متوجه دي، چې كه ورته جدي پاملرنه ونشي نو ښايې لس كاله وروسته به په دي ښار كې د پاكو اوبو موندنه څه اسانه نه وي.
نوموړي وړاندي وويل، څرنګه چې په رښتيا هم د كابل له ښاروالۍ سره د سپټيك د څاګانو د كنټرول او يا كاناليزسيون لپاره كافي بوديجه نشته نو لږ ترلږه په نسبي توګه خو دې هڅه وكړي چې د دوی مخه ونيسي.
د كابل د ښاروالۍ مرستيال محمد اسلم اكرمي بيا په دې غونډه كې وويل، چې د كابل ښاروالۍ به د عامې روغتيا د وزارت له خوا د څښلو د اوبو د پاكولو له دغه كمپاين سره مرسته وكړي او د سپټيك په اړه يې وويل، چې تر دې وروسته به د لوړ پوړيزو ودانيو يا بلند منزلونو له خاوندانو څخه وغواړي چې دوی بايد په خپل بلند منزل كې د فاضله موادو د تصفيې يوه دستګاه هم نصب كړي څو پرې چاپيريال په ځانګړي توګه د څښلو اوبه پاكې وساتل شي.
د څښلو د اوبو د پاكولو په برخه كې د افغانستان دعامې روغتيا د وزارت له خوا له دغه پروګرام سره مالي او تخنيكي مرسته د يونيسف او د روغتيا د نړيوال سازمان يا ډبليو. اېچ. او له خوا كيږي.
روغتيا پوهان وايي، چې د نس ناستې د ناروغۍ د كنټرول او مخنيوي لپاره درې مهم څيزونه بايد په پام كې ونيول شي او هغه دا چې له پاكو اوبو څخه كار واخيستل، پاك خواړه وخوړل شي او تل خپل لاسونه پاك وساتل شي.
راپور: مجاهد جواد