د كابل نړيوال كنفرانس چې څو ورځې وروسته به داير شي، د افغان حكومت وزارتونو ورته د دوى د پراختيايي پروژو پروګرامونه ترتيب كړي دي، چې د نړيوالې ټولنې مرستې ورته جلب كړي.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي، چې د څلورو سكتوري وزارتونو د پراختيايي پروژو د پلانونو مشري ورپه غاړه ده.
د چهار شنبې په ورځ يې يوې خبري ناستې ته وويل، چې كوم پراختيايي پروګرامونه، چې په هېواد كې پلي شوي، اوسمهال د زړېدو په حال كې دي حال دا چې هېواد يې د پراختيا نوي سيسټم او پلانونو ته اړتيا لري.
ښاغلي رحيمي په پام كې نيولي پروګرامونه داسې تشريح كړل:
"موږ څلور سترپروګرامونه ډيزاين كړي دي. لومړى د اوبو د منابعو پراختيا. دويم، د كرنيز توليداتو پراختيا. درېيم، د لارورغول او جوړول او څلورم، د سيمه یيزو بنسټونو پياوړي كول.
دى پروژوته درې اعشاريه دوه ميليارډه ډالر په پام كې نيول شوي دي.
لومړي ته څه باندې يوميليارډ، دوېيم ته اوه سوه شپېته ميليونه، دريم ته درې سوه ميليونه او څلورم ته نهه سوه اته نوي ميليونه ډالره په پام كې دي."
د كرنې وزير وويل، دا پلانونه د سيمه اييزو غوښتنو په پام كې نيولو سره د افغانانو له خوا طرح شوي دي.
ده وويل، كه د دې پروګرامونو له پلي كېدو سره مالي مرستې وشي، مشري به بيا هم د افغانانو په واك كې وي.
د كرنې او مالدارۍ وزير وويل، بزګرو ته د پورونو د وركړې سيستم په هېواد كې د هيرېدو په حال كې دي او دوى هڅه كوي، چې دا سيسټم بېرته تازه كړي:
"بزګروته د پورونو د وركړې د سيسټم بيا راژوندى كول، له بده مرغه اوسمهال هېرشوي دي او موږ به يې د كابل كنفرانس ته وړاندې كړو."
اصف رحيمي وويل، د دې پلانونو د پلي كېدو لپاره به ظرفيتونه په موقته توګه له بهرڅخه وغواړي.
د كرنې وزارت وايي، كه دغه پروګرام ته چې درې كاله ورته په پام كې نيول شوي دي، مالي امكانات ومومي، څه باندې درې لكو خلكو ته به په كې د كار زمينه برابره شي.
سره له دې چې چارواكي په هېواد كې د كرنې د سيسټم د پرمختګ او پراختيا خبرې كوي، خو بزګر او باغ لرونكي، د دوى كروندو او باغونو ته د اوبو رسولو د سيسټم، د محصولاتو د ماركيټ او د پرمختللو كرنيزو وسايلو او وسایطو له نشتوالي شكايت كوي.
راپور: خان محمد سيند