د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

یوه افغان پوځي پر بهرنیو پوځیانو ډزې کړې دي

رپوټونه څرګندوي چې د هلمند مرکز لشکرګاه ته نژدې یوه افغان پوځي پر بریتانیایي عسکرو ډزې کړې دي، درې یې وژلې دي او دوه یې ټپیان کړې دي.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دې پیښې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې ناټو وایي ، ولسمشر کرزي همداراز په کابل کې د بریتانیا سفارت ته پیغام استولی دی او پکې یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده البته که چیرته مساله همداسې وي لکه لومړنیو رپوټونو چې تایید کړې ده.

اسوشتید پریس اژانس وایي چې تر اوسه معلومه نه ده چې پر دې کسانو برید شوی دی یا سهوا په ډزو کې وژل شوې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر وویل چې حامد کرزي چې کله ابتدایي رپوټونه واوریدل چې یوه افغان پوځي پر بهرنیو عسکرو ډزې کړې دي نو ډیر خواشینی شو.

نړیوالو ځواکونو مخکې په یوه بیان کې ویلې و چې د دوی درې پوځیان د سې شنبې په ورځ وروسته له یوه بریده د افغانستان په جنوب کې ووژل شول په دې برخه کې بهرنیو پوځیانو ډیر توضیحات نه دې ورکړې.

د ولسمشر کرزي ویاند وویل چې جمهور رییس دفاع وزارت ته امر کړی دی چې د دې پیښې په اړه اطلاعات راغونډ کړي:
((تر اوسه زموږ د دفاع وزارت اندیښنه لري، دوی د دې پېښې تحقیقات کوي. خو که چیرته دا خبره ثابته شوه نو دا د ډير تاسف خبره ده نو هیله من یوو چې بشپړ تحقیق یې وشي))


د ناټو یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده اسوشیتد اژانس ته ویلې دي چې حامد کرزي د خواخوږۍ پیغام بریتانیا او ناټو ته استولی دی.

تیرکال په نومبر کې یوه افغان پولیس پنځه بریتانویان وژلې و چې له هغه وروسته د افغانستان د پولیسو او پوځیانو د روزنه په برخه کې د نړیوالو ستونزې یادې شوې.

ویل کیږي چې د کابل په نړیوال کنفرانس کې راتلونکې اونۍ افغان حکومت یو ځل بیا دا مساله یاده کړي چې د افغانستان د پولیسو او پوځیانو په روزنه کې ډیره مرسته وکړي څو د افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG