د افغانستان د مدافع وكيلانو خپلواكې ټولنې، د سترې محكمې څخه په كلكه وغوښتل، چې د دوى توقيف شوى مدافع وكيل دى خوشې كړي.
دا ټولنه وايي، چې په دې وروستيو كې د سترې محكمې د كنټرول او څارنې رياست كاركوونكو يومدافع وكيل توقيف كړى دى.
د افغانستان د مدافع وكيلانو د خپلواكې ټولنې رييس روح اله قاري زاده د سې شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې كه ستره محكمه د مدافع وكيل (زبير احمد) خوشط كولو ته اقدام ونه كړي، دوى به مساله نوره هم جدِ كړي او د اعتراض غږ به تر جمهور ریيسه پورې ورسوي:
"د څلورمې مياشتې په پنځمه لسمه نېټه د سترې محكمې يوشمېركاركوونكو د يومدافع وكيل پر دفتر بريد كړى، وكيل يې په زوره له ځانه سره وړى چې اوس هم په توقيف كې دى.
دا عمل د اساسي قانون د يوسلو څلوردېرشمې مادې خلاف دى، كه دا خوشې نه شي، موږبه مظاهرې هم وكړو."
قارى زاده دا هم وويل، د مدافع وكيلانو ټولنه د قانون تفسيرونكى او ملاتړه اداره ده او كه چيرې د دې ټولنې كوم مدافع وكيل له قانونه سرغړونه وكړي، دوى يې د ټولنې د مقرراتو سره سم مجازات كوي او حتى نورو عدلي اوقضايي ارګانونو ته يې سپاري.
د افغانستان د مدافع وكيلانو ټولنه په يوزرو درې سوه اوه اتيايم لمريز كال كې جوړه شوې ده او د هېواد په مركز او ولايتونو كې څانګې لري.
د دې ټولنې رييس وويل، تراوسه هم دوى ته د دولت د ځينو ادارو له خوا د ښه كاركولو اسانتياوې نه دي برابرې شوي. ښاغلي قارى زاده وويل:
"يوشمېرادارې له مدافع وكيلانو سره قانوني مرستې نه كوي، مدافع وكيل ته د څيړنو پرمهال حق نه وركوي، ستره محكمه يې د تميز په مرحله كې وكالت ته نه پريږدي او ملي امينت هم ورته د څيړنې په جريان كې حق نه وركوي."
د مدافع وكيلانو د ادعا د سپيناوى لپاره ګڼ شمېر خبريالان په همدى ورځ اوږده شيبه د سترې محكمې دروازې ته ودرېدل، خو د سترې محكمې يو چارواكی هم حاضر نه شو، چې په دې هكله څه ووايي.
سربيره پردې اوس هم خلك د هېواد له قضايي او عدلي ادارو څخه په بشپړه توګه راضي نه دي او په مربوطو چارو كې د دوې د زياتو اجرااتو غوښتونكي دي.