دکرنيزو چارو سيمه ايزې پراختيا لپاره په دغه پروګرام کې ظرفيت جوړونه، دبوديجې جوړښت او د مصرف څرنګوالى او پلان د ختيزو سيمو دکرنې مسوولينو او کارکوونکو ته ښودل کېږي.د کرنې وزارت معين سليم خان کندوزي په دې اړه په جلال اباد کې خبريالانو ته وويل:
((په تېرو کلونو کې د کرنې وزارت بوديجه څه دپاسه دېرش فيصده د ولاياتو او پاتې د مرکز لپاره وه؛ خو سږ کال تصميم نيول شوى، چې د ابوديجه تر ٦٠ فيصدو زياته په ولاياتو کې مصرف شي. په دغه مصرف کې عادي او انکشافي دواړه ډوله لګښتونه شامل دي. ددې لپاره چې د ولاياتو د کرنې دفترونه ښه پلانونه جوړ کړي او د بزګرو لپاره په مهمو اړتيا وو مصرف شي د کرنې مسوولين راغوښتل شوي او د ظرفيت جوړونې تر زده کړو وروسته د پلانونو د عملي تطبيق کار ورسپارل کېږي.))
د ننګرهار د کرنې رئيس محمدحسين ساپي وويل: ددغه پلان په تطبيقېدو به کرنيزه وده پراخه شي او ددې پرځاى چې يوازې زموږ لپاره بس شي، د سوداګرۍ حالت به له ((بخور نمير)) نه صادراتي او سوداګريزه بڼه خپله کړي؛ ځکه نو داپروګرام ګټور دى.
د کونړ د کرنې رئيس محصل خان وويل د کرنې وزارت د ظرفيت جوړونې داپروګرام ګټور دى؛ خو ستونزې هم شته ده وويل: زموږ د کرنې سکتوري مامورين راغلي، دوى ته زده کړه ورکول کېږي او بيا به دوى نه يوازې دا چې پلان جوړوي، بلکې تطبيقوي به يې هم، دا چې زموږ بوديجه ډېرېږي دا نو طبعاً زموږ لپاره ښه خبر دى.
دننګرهار ولايت بزګر هم دکرنې پروخت اوس هم له عنعنوي اوزارونه کار اخلي، هغوى غواړي چې کرنه ميکانيزه شي. داچې دکرنې دميکانيزه کېدو لپاره دکرنې وزارت څه په پام کې لري ددغه وزارت معين سليم خان کوندوزي وويل: مېکانيزه کول زموږ په پلان کې شته؛ خو دا مسله ديوې ورځې نه ده او ډېر وخت ته ضرورت لري.
په عمومي توګه دننګرهار ولايت بزګر دکرنې دپرمختګ له اوسني حالت نه چندانې راضي نه دي، دوى وايي څرنګه چې د افغانستان اقتصاد په کرنه ولاړ دى؛ نو لويو پرمختګونو ته ضرورت دى.
محمد داود وفا ، ننګرهار