راسموسن له ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې له هغو هیوادونو څخه چې په افغانستان کې ځواکونه لري وغوښتل چې تر څو افغانان ورته اړتیا لري خپل سرتیري په دغه هیواد کې وساتي.
نوموړي وویل هیلې او امیدونه شته خو نشي کولی چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره کومه نیټه وټاکي.
د ناټو سر منشي خبرداری ورکړ چې له وخت نه مخکې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل به یو ځل بیا واک ته د طالبانو د رسیدو سبب شي.
اندریس فوګ راسموسن وویل که نړیوال ځواکونه په لنډ وخت کې افغانستان پریږدي نو نه یوازې دا چې طالبان به پیاوړي شي بلکې افغانستان به بیا د تروریزم په مرکز او پناه ګاه بدل شي.
هغه دغه راز خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو بیا پیاوړي کیدل به د ګاونډي پاکستان چې په اټومي وسلو سمبال دی ،ثبات هم له ګواښ سره مخامخ کړي.
راسموسن دا څر ګندونې په لندن کې د برتانیا له صدراعظم ډیویډ کمیرون سره له کتنې وروسته کړي.
په عین حال کې د کمیرون له دفتر څخه په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان ماموریت د برتانیا د پالیسۍ په لومړیتوبونو کې راځي او دا ددغه هیواد ملي امنیت پورې تړلې مسله ده.
له دې نه مخکې د برتانیا صدراعظم تیره ونۍ پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل چې هیله لري تر راتلونکو پینځو کلونو پورې له افغانستان څخه انګلیسي سرتیري بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
په افغانستان کې دا مهال یو لک او څلویښت زره امریکايي اود ناټو سرتیري ځای پر ځای دي او تمه ده چې لس زره تازه دم عسکر په راتلونکې ونۍ کې افغانستان ته ورسیږي.