د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۵

ډيمېسټورا: له تور لیست څخه د نومونو د لرې کول وخت ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د منشي ځانګړی استازی سټیفن ډيمسټورا
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د منشي ځانګړی استازی سټیفن ډيمسټورا

وروسته له دې چې رپوټونو وویل، د افغانستان دولت غواړي د پنځوسو پخوانیو طالب مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تورلسته لیري کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي د دغه سازمان امنیت شورا اوس مهال له دغه لست څخه د لسو افرادو او موسسو د نومونو په لیری کولو غور کوي. دی وایي، چې له تورلیست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه روانه ده او دا کار وخت نیسي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډيمېسټورا پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل له تورلست څخه د پخوانیو طالب مشرانو د نومونو د لیرې کولو په ترځ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغو لسو نومونو په اړه غور کوي، چې د افغان دولت له خوا ورته سپارل شوي.

د ملګرو ملتونو په تور لست کې د ۱۳۷ کسانو او موسسو نومونه دي چې ګمان کیږي له وسله والو طالبانو یا القاعده شبکې سره ارتباط درلوده او د دوی په سرمایو او تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د سولې د هلوځلو په ترځ کې فشار راوړی، چې د دغو کسانو نومونه له تورلست څخه وایستل شي.
په کابل کې د سولې د وروستي ملي مشورتي جرګې یوه غوښتنه هم دا وه، چې د دغو کسانو نومونه دې له تور لسته وایستل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د هغو کسانو نومونه وانخیستل، چی امنیت شورا پرې غور کوي خو دومره یې وویل، چې د روانې میاشتې ترپایه به امنیت شورا ته نور نومونه هم وسپارل شي.

ده وویل، چې زه د نومونه په اړه ځکه څه نه شم ویلای، چې دا موضوع امنیت شورا پورې ارتباط لري او دوی به پریکړه کوي، چې کوم نومونه په څه دلیل له تور لسته لیری کړي.

ده زیاته کړه، چې له تورلست څخه د نومونو د لېرې کولو پروسه د روانی میاشتې ترپایه دوام کوي، په دې معنی چې نورنومونه به هم امنیت شورا ته وسپارل شي او د هرنوم په اړه غور کیږي او دا کار وخت نیسي.

دغه راز د ملګرو ملتونو یو چارواکي، چی په موضوع واقف دی پرته له دې چې خپل نوم واخلي د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، ملګري ملتونه به د دغو کسانو په اړه خپل معلومات برابروي خو دا لیرې برېښي چې یو دم به د ګڼو کسانو نومونه له تورلیست څخه وایستل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG