د كابل ښار د بابر په تاريخي بڼ كې د امريكا د انځورونو په ننداتون كې په لسګونو هغه انځورونه ايښودل شوې دي چې هر يوه يې بېل بېل پيغامونه ليږدول.
د دغه نندارتون د پرانستنې په غونډه كې د په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري د كابل د علاوالدين دارالايتام د مسئولينو او ماشومانو سره ګډون كړى و.
ايكن بيري وويل، امريكا دارنګه نندارتونونه په نورو هېوادونو كې هم جوړكړي، چې ليدونكو ته د امريكا په اړه ډير څه وايي:
"د امريكا د انځورونو په دې نندارتون كې، هنري كارونه، مجسمې او سراميكې ايښودل شوي دي، دا يو داسې نندارتون دى چې امريكايان پرې ډير وياړي، دا زموږ كلتور، تاريخ او ټولنه نندارې ته وړاندې كوي او د امريكايانو په اړه ډيرڅه وايي."
هغه وويل، په هرات كې هم د امريكايي انځورونو يو ورته نندارتون جوړشوى و، چې شاوخوا پنځو زرو كسانو ترينه ليدنه وكړه.
د امريكا سفارت وايي، چې په كابل كې يې د روزنتونو د يو شمېرماشومانو لپاره د انګليسې ژبې د زده كړې كورسونه هم جوړ كړي دي.
د ياد شوي نندارتون د پرانيستلو په غونډه كې د كابل د علاوالدين دارلايتام رئيسې مزاري صفا د امريكا د سفارت له مرستو مننه وكړه او ويي ويل، يو شمېر بې سر پرسته ماشومان يې له روزنيزو پروګرامونو ګټه اخيستې.
خو نوموړي وويل، په دارالايتامونو كې ستونزې موجودې دي، د هغې په وينا ماشومانو ته په كې د كسبونو د زده كړې وسايل نشته:
"موږ د دوى له ځان بسياينې سره ډيره ليوالتيا لرو، پراخ پروګرامونه ورته لرو، دوى چې كله اتلس كلن كيږي، نو له روزنتون نه بايد رخصت شي، خو بيا مو هم زړه نه كيږي چې رخصت يې كړو، ځكه چې دوى ته مو هيڅ ډول كسب نه دى ور زده كړى او په خپلو پښو نه دي دريدلي.
دوى بايد په خپلو پښو ودريږي، كسبونه زده كړې، تر څو چې له دې ځاى نه له وتلو وروسته په ښه توګه د خپلې كورنۍ سرپرستي پرمخ بوځي."
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه ګڼل كيږي چې جګړو په كې ګڼ شمېرماشومان يتيمان كړي دي چارواكي وايي، په افغانستان كې دوه مليونه يتيم او بې سرپرسته ماشومان ژوند كوي، خوبل خوا خلك وايي د دغو ماشومانو لپاره د روزنتونونو او دارالايتامونو شمېرله نشت سره برابر دى او دولت بايد د دوى په لاس نيوي كې لا ډيركار وكړي.