د افغانستان د حقوقو د څار ادارې يا ARM په خپل يوه راپور کې ويلي، ٢٠١٠ م کال د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته تر ټولو خونړى دى، نه يوازې امنيتي پېښې ډېرې شوي، بلکې د تاوتريخوالي په نتيجه کې تلفات هم ورسره په ډراماتيک ډول زيات شوي.
راپور وايي، د روان ميلادي کال په لومړېو شپږو مياشتو کې تقريبا ١٠٧٤ ملکيان وژل شوي او ١٥٠٠ نور ژوبل شوي، حال دا چې د تېر کال په لومړېو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر ١٠٥٩ و.
په دې راپور کې ويل شوي، چې تېره مياشت، يعنى په جون کې تر ١٢٠٠ زياتې امنيتي پېښې وشوې، چې له ٢٠٠٢م کال راهيسې تر ټولو زيات شمېر دى، ملکي تلفات هم په کې زيات وو.
تېره مياشت په افغانستان کې ٢١٢ملکيان وژل شوي، په دې مياشت کې د بهرنيو ځواکونو تلفات هم زيات وو، چې ١٠٣ بهرني عسکر ووژل شول، چې شپېته يې امريکايان ول.
راپور وايي، وسلوال سخت دريځي د ملکيانو خونديتوب ته درناوى نه کوي، خو بهرني ځواکونه هم په تېرو شپږو مياشتو کې د ٢١٠ ملکيانو د وژنې مسوول دي.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، ناټو او امريکا په افغانستان کې يولک او ٤٠ زره عسکر لري، چې لس زره نور به په را روانو اوونيو کې ور زيات شي او دوى به د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې برخه اخلي.
د افغانستان د حقوقو د څار ادارې يا ARM په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د طالبانو له خوا د جوړو شوېو بمونو چاودنو زيات ملکي افغانان وژلي او ټپيان کړي.
د راپور له مخې د روان ميلادي کال په لومړي نيمايي کې د طالبانو ځانمرګو بريدونو په دوېم کتار کې زياته مرګ ژوبله اړولې، چې ١٢٧ ملکيان يې وژلي.
دغه نا امني په داسې حال کې زياته شوې، چې د امريکايي او ناټو ځواکونو نوي عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايس خپله دنده پيل کړې او د پاليسۍ د بدلون تمه ورڅخه کېږي، خو دې بدلون ته وخت شته.