د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

الکوزي: پاکستاني چارواکي د نوي ترانزیتي تړون لاسلیکولو ته جدي نه دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له افغان دولت نه غوښتي دي، چې له پاكستان سره د نوي ترانزيتي تړون د ژر تر ژره لاسليك كولو لپاره جدي هلې ځلې وكړي. ټاكل شوې، دغه نوى تړون چې د څو كلونو راهيسې د افغانستان پاكستان حكومتونو ترمنځ پرې خبرې روانې دي، د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د ۱۹۶۵ كال د تړون ځاى ونيسي.

افغان او پاكستانيو چارواكو پخوا هم څو ځلې د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه نوي ترانيزتي تړون پر سر خبرې كړې دي، خو تراوسه پورې وروستۍ پريكړې ته نه دي رسيدلي.

افغان سوداګر وايي، د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه سمندري لاره د كراچۍ بندر دى او هرې بلې لارې نه شاوخوا زر كيلومټره لنډه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي له يو شمير نورو افغان سوداګرو سره په ګډه په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې په پاكستان كې دننه او د كراچۍ په بندر كې د افغان سوداګرو ستونزې پر ځاى پاتې دي او بايد د له منځه وړلو لپاره يې لازمې هڅې وشي.

الكوزي وويل، افغان دولت دې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د نوي ترانزيتي تړون د لاسليك كولو لپاره خپلې هڅې جدي كړي:

"د افغانستان د سوداګرۍ خونې او خصوصي سكتور جدي غوښتنه ده، چې د افغانستان دولت دې، دې مسالې ته جدي پاملرنه وكړي، په دې مسالې فشار راوړي او له نړۍ او خپلو دوستانو څخه دې وغواړي چې دغه نوى تړون لاسليك شي."

افغان او پاكستانيو چارواكو تراوسه پورې د نوي ترانزيتي تړون پر مسودې په كابل او اسلام اباد كې اوه ځلې خبرې كړي دي. وروستى ځل يې په اسلام اباد كې وې، چې پرته له كومې ورستۍ پريكړې پاى ته ورسيدې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواكي وايي، چې پاكستان د دغه نوي تړون په لاسليك كولو كې جدي نه دى.

خو افغان سوداګرۍ د نوي تړون لاسليك كول د سيمې او افغانستان لپاره مهم بولي.

د كابل د سوداګرو د ټولنې ریيس احمدزي هوتك په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"كه چيرې نوى قانون په ريښتيا سره پلى شي، موږ ته به ډيره ګټه ولري، ځكه چې پخوا به زموږ مالونه له كراچۍ نه تر طورخمه پورې څو ځايه كوزيده، مالونه په ماتيدل، كميدل آن دا چې وركيدل به او كه چيرې له كراچۍ نه تر كابله پرته له ستونزې ورسيږ، نو دا به زموږ په ډېره ګټه وي، ځكه چې زموږ مالونه به په بشپړه او سمه توګه رسيږي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايو د خونې مرستيال الكوزي په وينا پاكستان هم د ترانزيت په برخه كې افغانستان ته اړ دى. هغه وويل، پاكستان هر كال له درېيو مليارډو ډالرو نه په زيات ارزښت د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته صادروي.

هغه وويل، دغه مالونه له طورخمه تر تورغونډۍ، حيرتان او شيرخان بندره پورې له هيڅ ستونزې سره نه مخ كيږي.

بل خوا د افغانستان دولت هم ويلي، چې له پاكستان سره د ترانزيت د نوي تړون د لاسليك كولو په برخه كې يې هلې ځلې له پخوا نه دوام لري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG