د افغانستان د جنوب ختيځ زون قومي مشران، مخوراو فرهنګيان چې د جمعې په ورځ د خپلوستونزو د هواري لپاره د يو مركز د پرانيستلو لپاره راټول شوي وو، په خپلو ولايتونوكې يي د امنيت، بيارغونې، پوهنې او د روغتيا په برخه كې د اسانتياوو له نشتون شكايت وكړ.
دوي وويل، چي خپلې ستونزې يي له كلونو راهيسې له افغان دولت سره شريك كړي خو د دوي په وينا تراوسه ورته د حل لار نه ده پيدا شوې.
د خوست د سوداګرو او پانګوالو مشركرامت خان خپلواك ازادۍ راډيو ته وويل، چې د جنوب ختيځو ولايتونو اوسيدونكي له ډيرو ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزو د هواري لپاره د يو همغږي كوونكي مركز جوړولو ته اړتيا وه.
نوموړي وويل، چې ترمسوله چارواكو پورې د خپلو ستونزو د رسولو او د حل په هدف يي په كابل كې يوميلمستون جوړ كړ چې د خوست،پكتيا او پكتيكا ولايتونو قومي مشران او د مدني ټولنې غړي په كې راټوليږي او خپلې ستونزې به له يو بل سره شريكوي ترڅو په ګډه ورته د حل لار پيدا كړي:
"ددې لګښت د مياشتې ۴ زره امريكايي ډالره دى او دا پيسې د شتمنو خلكو له خوا په داو طلبانه ډول وړاندې كيږي، موږ ضرورت پيدا كړ چې يو ميلستون ولرو د خپلو ستونزو د حلولو لپاره چې دلته سره راټول شي او خپلې ستونزې سره شريكې كړي، دې ته يو بورډ جوړيږي چې مشري به يي په غاړه واخلي."
په همدې مناسب جوړه شوې غونډه كې د جنوب ختيځ ولايتونو اوسيدونكو په خپلو سيمو كې له بېلابېلو ستونزو شكايت وكړ او ويي ويل، چې د دې مركز په جوړونې سره به خپلې ستونزې تر هغه پورې تعقيب كړي ترڅو چې حل شوي نه وي.
د كارپوهانو په باورد سيمه ايزو چارواكو له خوا د عامو خلكو د ستونزو نه هوارولو او په دولتي ادارو كې د اداري فساد پراخېدل هغه عوامل دي، چې په افغانستان كې يي د نا امني لمن غوړولې د خلكو او افغان حكومت تر منځ يي واټن را منځ ته كړى دى.
د كتونكو په باوركه چېرې افغان حكومت د افغان وګړو اساسي ستونزې پر وخت هواري نه كړې نو روانې ستونزې به يو پر دوه زياتې شي.
راپور: ذكيه غياثي