د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

ايټاليا د افغان پوليسو په روزنه كې خپلومرستو ته دوام وركوي

په كابل كې د ايټاليا سفير وكلاوديو او د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال پاسوال منيرمنګل
په كابل كې د ايټاليا سفير وكلاوديو او د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال پاسوال منيرمنګل

ايټاليا په پام كې لري، چې د افغان پوليسو په ځانګړي ډول په هرات كې د سرحدي پوليسو د روزنې په برخه كې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام وركړي. دغه څرګندونې په كابل كې د ايټاليا سفير د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وكړې، د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال منيرمنګل په نوموړي برخه كې د دغه هېواد مرستې وستايلې ويي ويل، چې هيله ده ايټاليا د وسايلو او تخنيك په برخه كې هم له افغان يوليسو سره مرسته وكړي.

په افغانستان كې د پوليسو د ښې روزنې په برخه كې د هڅو په دوام ايټاليا وايي، چې د افغان سرحدي پوليسو د روزنې لپاره په ځانګړي ډول د افغانستان په لويديځ كې به خپلومرستو ته دوام وركړي.

د افغانستان د كورنيوچارو وزارت چارواكي په داسې حال كې چې د يوليسو د روزنې په برخه كې د دغه هېواد مرستې ستايي وايي، چې په كارده دغه مرستې دوامدارې او پراخې شي.
افغان پوليس


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال پاسوال منيرمنګل د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په همدې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وويل:

(زموږ د سرحدي پوليسو د وړتيا د لوړولو لپاره په هغو مركزونو كې چې په هرات كې د ايټاليا په همكارۍ جوړشوي دي ۶۵۰ سرحدي پوليس روزل شوي دي اودغه شان زموږ شل كسه پوليس په دې وروستيو كې د زده كړو لپاره ايټاليا ته هم تللي ول.

د وسايلو او تخنيك په برخه كې هم دغه هېواد له موږ سره مرسته كړې خو موږ هيله من يو چې په دې برخه كې خپلې مرستې دغه شان جاري وساتي.)

د ښاغلي منګل په وينا روزل شوېو پوليسو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د مخدرو موادو او انسانانو د قاچاق د مخنيوي او د چاوديدونكو موادو د شنډولو په برخه كې زده كړې كړې دي.

دغه شان په كابل كې د ايټاليا سفير وكلاوديود افغان پوليسو د روزنې په برخه كې د خپل هېواد په دوامدارو مرستو ټينګار وكړ:

(دغه اړيكې اوږد مهالې او دوستانه دي، موږ وياړو چې په دې برخه كې خپل امكانات د افغانانو په واك كې وركوو، زما په اند د افغان سرحدي پوليسو د روزنې په برخه كې دا د نوېو مرستو د بهير پيل دى.)

ايټاليا افغانستان سره د هغو مرسته كوونكو هېوادونو څخه ده چې د اقتصادي او روزنيزو مرستو تر څنګ يې په دغه هېواد كې د امنيت د ټينګښت په خاطر خپل په سلګونه عسكر دغه هېواد ته راليږلي دي.

افغان چارواكي وايي، چې د امنيتي مسووليتونو د خپلولو لپاره به د افغان ځواكونو د روزنې او تجهيز په برخه كې خپلو هڅو ته دوام وركړي.

خو داسې انتقادونه شته چې د افغان ځواكونو د روزنې بهير ډير ور پر مخ ځي او په كارده چې په دې برخه كې هڅې چټكې شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG