د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوكاټ كې د رسنېو نړېوال مركزپه عصري ډول تر بيارغونې او ترميم وروسته د چهارشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاكټرسيد مخدوم رهين د دې مركز د پرانيستلو په مهال وويل، چې دا مطبوعاتي مركز په لوړ كيفيت اوعصري بڼه جوړشوى او ژورنالستان او نور سياسي او فرهنګي كسان به په اسانۍ ور څخه ګټه پورته كړي:
"دا تالار سر له ننه د مدني ټولنې، ژورنالستانوعلمي شخصيتونو، عالمانو او ټولو هغو كړېو په خدمت كې دى، چې هغوى د دې هېواد په خدمت كې دي.
دا نه ده مهمه چې دا كړۍ او دا كسان د حكومت پلويان دي او كه سياسي مخالفين."
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوكاټ كې د مطبوعاتو نړېوال مركز له اوس نه اوه كاله مخكې د دې وزارت له خوا جوړاو د حكومت د ځينو وياندويانو او چارواكو په ګډون به ځينو سياسي او مدني ټولنو هم په مطبوعاتي كنفرانسونو كې ورڅخه ګټه اخيستله.
دا مركز څه باندې يوكال مخكې پر دې وزارت د يوې ځان وژونكې حملې له امله ډير زيانمن شو او له هماغه وخته ورڅخه ګټه نه اخيستل كېده.
د دې مطبوعاتي مركزد بيارغونې كار شپږمياشتې مخكې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د امريكا د متحده ايالاتو په ګډه مالي مرسته پيل شوى وواو په عصري او اساسي ډول جوړ شوى دى.
په افغانستان كې د يونسكو يا د ملګرو ملتونو د كلتوري ادارې استازي شيګيو كې هيروكي د دې مركز د پرانيستلو په مهال هيله وښوده، چې په دې هېواد كې په ورته توګه نورې فرهنګي برخې هم ژر ورغول شي او خلك ورڅخه ګټه پورته كړي:
"زما په باور دا مركز په حساس وخت كې پرانيستل كيږي ځكه موږ به په راتلونكو څو اونيو او مياشتو كې د مهمو تحولاتو شاهدان يو.
د جولاى په شلمه د كابل نړېوال كنفرانس جوړيږي او د سيپتمبر په اتلسمه دولسې جرګې انتخابات ترسره كيږي.
زه په دې باور ېم چې دا مركز به وكولاى شي په مستقيم اوغيرمستقيم ډول له پېښو او حالاتو څخه د خلكو په خبرولو كې مهم رول ولوبوي."
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو نړېوال مركز د بيارغونې ترڅنګ په عصري وسايلو هم سمبال شوى او په ديوالونو كې يې د افغانستان د ملي اتلانو او تاريخي اشخاصو تصويرونه هم ليدل كيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاكټرسيد مخدوم رهين دغه راز څرګنده كړه، چې په ځينو نورو سيمو كې هم د فرهنګي سيمو او ځايونو د بيارغونې لپاره هڅې دوام لري او ددې ترڅنګ په پام كې ده چې د روان كال تر پايه په ديني، فرهنګي او د ادبياتو په برخه كې زرګونه ټوكه نوي كتابونه هم د دې وزارت له خوا چاپ شي.