رنګین دادفر سپنتا همداراز د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هغو وسله والو پرضد جدي اقدامات وکړي چې د افغانستان دننه عملیات کوي بیا په پاکستان کې پناه اخلي.
رنګین دادفر سپنتا فرانس پرس اژانس ته په مرکې کې یوه اونۍ وروسته تر دې دا څرګندونې کړې دي چې الجزیرې تلویزیون دا خبر خپور کړ چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جلال الدین حقاني له ډلې سره د روغې جوړې خبرې کړې دي.
دا خبرې د پاکستان او افغانستان حکومتونو رد کړې دي او طالبانو هم ویلې دي چې دا ډول خبرې نه دې شوې. خو سپنتا وایي چې یو شمیر جګپوړیو پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو کې له کابله لیدنه کړې ده چې دا د نیک نظر څرګندویي کوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان ګڼ شواهد لري چې دا ثابتوي چې پاکستاني مسوولان القاعدې او نورو ترورستي ډلو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان دننه عملیات وکړي. سپنتا زیاته کړه چې په دې برخه کې یې څو ځلې له اسلام اباد سره خبرې کړې دي خو اسلام اباد تر اوسه نه دی توانیدلی چې د دغو ډلو پرضد چې په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي څه وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار بیا وویل چې اسلام اباد چې د ترورزم ضد جګړې په ایتلاف کې شامل دی، اوس باید وروسته تر نهو کلونو د ترورستانو پرضد جدي اقدامات وکړي.
سپنتا بیا له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د تروستانو مشران ونیسي، د هغو کسانو لست وسپاري چې نیول شوې دي یا په توقیف کې له دوی سره دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پر دې ټینګار وکړ چې د پاکستان له لورې په افغانستان کې د بریدونو د ترسره کیدو شواهد لري. سپنتا وویل، موږ داسې شواهد لرو چې د پاکستان له دننه جهادي ډلې په ورځنیو بریدونو کې چې زموږ پر خلکو کیږي مرسته کوي او لاس پکې لري. سپنتا بیا وویل، ترورستان زموږ د سرحد هاخواته پناه ځایونه لري او موږ ته دغو خلکو جدي ستونزې پیدا کړې دي.
په امنیتي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار رنګین دادفر سپنتا هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې غونډه کې چې بله میاشت به په اسلام اباد یا کابل کې وشي جدي پریکړې وشي.