د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

نوازشریف، پاکستان باید په افغانستان کې مداخله ونه کړي

د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف
د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف

د پاکستان د اپوزسیون ګوند مشر نوازشریف وایي، هیواد یې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي. نوازشریف دا ومنله چې په نویمه لسیزه کې چې دی صدراعظم و د افغانستان لپاره یې د طالبانو د تګلاره پرمخ وړه او دا ناکامه پالیسي وه.

نوازشریف د سې شنبې په ورځ په داسې وخت کې دا څرګندونې وکړې چې په وروستیو کې د ده پر ګوند تور پورې شوی دی چې د افراطي ډلو ملاتړ کوي.

تیره اونۍ هم ده د اسلام اباد چارواکو ته وړاندیز وکړ چې له پاکستاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي. دا وړاندیز حاکم پیپلز ګوند ومانه او د ترورزم د مخنوي لپاره یې په ملي کچه د یوې غونډې د جوړیدو ژمنه وکړه.

نواز شریف چې د مسلم لیګ نون ډلې مشرې کوي د پاکستان دنیا تلویزیون ته په مرکې کې وویل، پاکستان باید نور دا فکر ونه کړي چې په افغانستان کې د خپل اغیز په اړه فکر کوي. شریف زیاته کړه، پخوا مو دا ډول تګلاره له ناکامۍ سره مخامخ شوې وه موږ د یوې پیړۍ اوږدې اړیکي لرو او یوازې هغه وخت دغه اړیکي ښې ساتلای شو چې د منتخبو حکومتونو ملاتړ وکړو.

نوازشریف په نویمه لسیزه کې د خپل صدرات پر مهال نه یوازې دا چې په کابل کې یې د طالبانو د رژيم ملاتړ کاوه په پاکستان کې دننه یې هم د اسلامي قانون پلوي کوله. اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې د نوازشریف د دغې تګلارې له امله په خپل هیواد کې محبوبیت لږ شو.

په نولس سوه نهه نویم میلادي کال د جنرال پرویزمشرف له لورې کودتا د نوازشریف حکومت ړنګ کړ او دی یې تورن کړ چې د لوی درستیز د الوتکې د سقوط هڅه یې کوله. اوس د اسوشیتد پریس اژانس په وینا نوازشریف د اپوزسیون محتاطانه مشري کوي، داسې تګلاره یې خپله کړې ده چې نه طالبان خپه شي، نه د اسلام اباد چارواکي ډير ګیله من شي او نه امریکایان خوابدې وي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG