د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۶

بريتانيا به د هلمند د جنوب او شمال چارې امریکایي ځواکونو ته وسپاري

تمه ده چې د انګلستان د دفاع وزیر لیم فاکس به نن اعلان وکړي چې د هلمند ولایت د جنوب او شمال چارې به امریکایي ځواکونو ته وسپارې او دوي به یوازې د هلمند د مرکزي برخې امنیتي کمربند ټینګ کړي.
تمه ده چې د انګلستان د دفاع وزیر لیم فاکس به نن اعلان وکړي چې د هلمند ولایت د جنوب او شمال چارې به امریکایي ځواکونو ته وسپارې او دوي به یوازې د هلمند د مرکزي برخې امنیتي کمربند ټینګ کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د نوی ستراتیژۍ د اعلان په مهال، د وسله والو د ماتولو په مقصد د نورو دیرشو زرو امریکایي عسکرو د استولو پریکړه هم کړې وه. دا سرتېري جوپه جوپه افغانستان ته رسیږي او یو شمېر یي دا مهال د افغانستان په جنوب کې ځاى په ځاى شوي دي. د نوېو امریکایي ځواکونو د رسېدو په جریان کې انګلیس ځواکونه د هلمند ولایت له ځینو سېمو څخه وځي.

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې شاوخوا زرتنه انګلیس سرتېري دېره دي او راپورونه خپاره شوي چې دا ځواکونه به له دې ولسوالۍ څخه ووځي، د عسکرو ایستل به سمدستي او چټک نه وي او په دې کار به میاشتې وخت ولګیږي.

دا مهال په هلمند ولایت کې د امریکایي عسکرو شمېر شاوخوا شلو زرو ته رسیدلی، د امریکایيٍ عسکرو د شمېر په زیاتېدو سره انګلیس ځواکونو ته مجال پیدا شو چې تېره میاشت پوځي قومانده امریکایي پوځیانو ته وسپاري.
د نوېو امریکایي ځواکونو د رسېدو په جریان کې انګلیس ځواکونه د هلمند ولایت له ځینو سېمو څخه وځي


له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي چې انګلیس ځواکونو د وسله والو ضد جګړو کې برخه اخیستې، تر اوسه ۳۱۲ انګلیس عسکر په افغانستان کې وژل شوي، د دې عسکرو یو پر درېمه برخه یي په سنګین ولسوالۍ کې وژل شوی دي.

تمه ده چې د انګلستان د دفاع وزیر لیم فاکس به نن اعلان وکړي چې د هلمند ولایت د جنوب او شمال چارې به امریکایي ځواکونو ته وسپارې او دوي به یوازې د هلمند د مرکزي برخې امنیتي کمربند ټینګ کړي.

د انګلستان د دفاع وزرات دا راپور نه دی تایید کړی او وایي، د انګلیس ځواکونو د فعالیت هر ډول بدلون به په عادي او مروج ډول اعلان شي.

له بلې خوا د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د سې شنبې په ورځ وویل، د پنځو کلونو په مودې کې به په افغانستان کې دېره ټول انګلیس عسکر له هرډول محاربوي ډګر څخه وایستل شي.

انګلستان په افغانستان کې د ناټوپه مشرۍ پوځي ماموریت کې د ګډون او دوام په اړه اندیښنه لري، له یوې خوا یي لګښتونه زیات شوي او دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بوديجې د کسر د کمولو په مقصد سخت مقررات وضعه کړي او له بلې خوا د افغانستان په جګړې کې یي د عسکرو مرګ ژوبله هم زیاته شوی ده.

په تېرو نهو کلونو کې، د جون میاشت په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو لپاره ترټولو مرګونې میاشت وه.

د انګلستان د بهرنیو چاروزیر ویلیم هیګ د دې هېواد پارلمان ته وویل، صدراعظم په څرګند ډول ویلي،د پنځو کلونو په مودې کې به په افغانستان کي انګلیس عسکر د جګړې په ډګر کې نه وي او په دې هېواد کې به د نظر وړشمېرانګلیس عسکر هم دېره نه وي.

ده وویل، موږغواړو چې د همدې مودې په جریان کې افغان امنیتي ځواکونه باید زیات مسولیتونه په غاړه واخلي، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه د پنځو کلونو په مودې باندې نړېوال توافق، په کاناډا کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په غونډې کې وشو.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز تېره اوونۍ خبري رسنیو ته ویلي و، افغانستان به تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې په خپلو پښو ودریږي.

د انګلستان د دفاع وزیر تېره اوونۍ د واشنګټن یوې څیړونکي موسسې ته ویلي و، په افغانستان کې ديره ۹۵۰۰ سرتېري باید د کار له ختمولو مخکې ونه وځي او هر ډول مخکې له وخته وتل به په دې هېواد کې د انګلستان د پوځ له قربانیو سره خیانت وي.

د خبري رسنیو له راپورونو څخه داسې بریښي چې د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون او د بهرنیو چارو وزیرویلیم هیګ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو چټک ایستل غواړي او په دې هېواد کې د پوځي ستراتیژۍ په سرد دفاع له وزیر سره د نظر توپیرلري، خو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د هر ډول توپیر خبره رد کړی ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG