په داسې حال کې چې د افغانستان د جنګ نهه کاله تیریږي او د ولسمشر اوباما له فرمان سره سم لسګونه زره نوی سرتېري افغانستان ته روان شوي دي، دغه جګړه اوس یوې حساسې مرحلې ته داخل شوې ده.
د امریکا د ولسمشر په دې پریکړه چې په افغانستان کې یې د ځواکونو د شمېرد زیاتوالي تر څنګ دا فیصله هم کړی ده چې د راتلونکي کال په جولاى کې به امریکایي عسکر له افغانستان څخه وتل پیلوي انتقادونه شوي دي.
انتقاد کوونکي وایي، وسله وال مخالفین کېدای شي د ځواکونو د زیاتوالي په مقابل کې جنګ وځنډوي او څنګه چې دغه قواوې وتل پیل کړي دوی دې بیا میدان ته را ودانګي.
خو د امریکا د ولسمشر مرستیال وویل، چې ولسمشر باراک اوباما روغه ستراتیژي غوره کړې، دغه ستراتیژي مسؤلیتونه افغان ولسمشرحامد کرزي ته ور په غاړه کوي چې د اداري فساد مخه ونیسي او خپل پولیس او اردو وروزي.
جو بایډن د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت له عراق څخه د لیدنې په مهال له افغان مشرانو وغوښتل، چې دده په وینا په لوبه کې داخل شي.
ده وویل، چې موږ د تل لپاره په افغانستان کې نه پاتې کیږواو داسې نه شي کېدای چې موږ به نسبت افغان مشرانو ته د دوی د هېواد امنیت ته ډیرلیواله اوسو.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن دغه څرګندونې د ام، اس، ان بي، سي ټلویزیوني شبکې ته یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې جنرال ډیویډ پيتریوس په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندانۍ رسما په غاړه واخیسته.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال مک کریسټال وروسته له دې له دندې لېرې کړای شو چې له یوې امریکایي مجلې سره یي په مرکه د امریکا ملکي مشرانو پسې سپکې سپورې ویلې وې.
د جنرال مک کریسټال دغو خبرو داسې یوه انطباع رامنځ ته کړه، چې ګویا امریکایي ملکي او پوځي مشران د افغانستان د جګړې په اړه سره اختلافات لري.
خو د امریکا د ولسمشر مرستیال پرون ټینګاروکړ، چې ولسمشر اوباما او د ده جنرال سره متحد دي.
ده وویل، چې د ولسمشر ستراتیژي د جنرال پیتریوس ستراتیژي ده او دا د دفاع وزارت ستراتيژي او یوه متحده ستراتیژي ده.
بل خوا مخکښ جمهور پلوي سناتور جان مککین د یکشنبې په ورځ په کابل کې ای، بي، سي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې انتقاد وکړ چې ولسمشر اوباما ولې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه ټاکلې ده.
جان مککین چې د ویتنام په جنګ کې یي هم برخه اخیستی وویل، چې زه په جنګ ښه پوهیږم که چېریې ته دښمن ته د خپلو وتلو نېټه وټاکی نو بې له شکه چې هغه ستا تر وتلوانتظار باسي.