د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

په لغمان ولايت کې د يوميليون ډالرو پروژه تطبيق شوه

په لغمان ولايت کې د امريکا په مشرۍ د ولايتي بيارغونې ډلې په يوميليون ډالرمرسته د ميوه جاتو، سبزيجاتو او حيواني محصولاتودا ٣بابه سړې خونې د لغمان ولايت د بزګرو لپاره جوړې شوي، چې تل له دې شکايت لري، چې د حاصل ټولولو په وخت ددوى محصولات په ارزانه بيه خرڅېږي.

داخونې په لغمان مرکز (مهترلام) کې جوړې شوې.

د لغمان ولايت د والي وياند ګل الرحمن همدرد ازادۍ راډيو ته وويل، چې د سبزيجاتو، ميوه جاتو او حيواني محصولاتو په دغه درې واړو خونو کې څلور سوه او پنځوس مېټريک ټنه مواد ځايېږي او د هغه بلې برخې، چې پروسس ته ځانګړې شوې ده، ظرفيت پنځه زره مېټرک ټنه دى، چې کولاى شي په يو وخت کې ووينځي.

دا سړې خونې د کرنې وزير محمد اصف رحيمي او د امريکې د سفارت مرستيال په ګډه پرانستې.

دکرنې وزير وويل، په پام کې دي، چې دلغمان په څلورو ولسواليو کې هم داډول خونې پرانيزي.

دغه راز د جلال اباد- کابل په لويه لار د لغمان ولايت اړونده د سرخکانو په سيمه کې د ٣ باب نورو سړو خونو په ګډون دوه بابه د اوړو ميليونه هم جوړېږي. دوالي وياند په دې اړه وويل، چې د دغو پروژو کار په سلو کې ٦٠ بشپړ شوى او پاتې کار به يې هم زر بشپړ شي.

د لغمان ولايت اوسېدونکي په دغه کرنيز پرمختګ خوشاله دي، خو ورسره غواړي، چې د بيارغونې په نامه د نړۍ والو مرستو د لګوونکو د کنترول لپاره دې، داسې څوک هم وي، چې وګوري ايا په لکونو ډالر، په رښتيا په سمه توګه لګول شوي دي او کنه؟

راپور: محمد داود وفا
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG