د افغانستان د نورو پوليسو په شان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې زياتره پوليس هم په يوې ځانګړې اكاډمۍ كې يوازې له څو اونيو روزنې وروسته په دندې پيل كوي.
د شنبې په ورځ په كابل كې د مخدره موادو پر د مبازرې د پوليسو اكاډمۍ شپږويشتمه دوره فارغان وركړل.
د مخدره موادو پرضد د مبارزې د پوليسو اكاډمۍ قوماندان جنرال شريف شريف هم تاييدوي، چې د مخدره موادو د زوروې مافيا پرضد په څو اونيو كې د پياوړو پوليسو روزنه ستونزمن كار دى.
خونوموړى د څواونۍ دا روزنه هم ګټوره بولي او وايي، له بركته يې د پوليسو مرګ ژوبله راكمه شوې او لاسته راوړنې يې ډيرې شوي دي:
"كه چېرې شرايط نورمال واى نو زموږ پنځه اونيز كورسونه كېداى شو چې شپږو مياشتو ته اوږد شوي و، خو موږ اوس هم ښې لاسته راوړنې لرو.
له كله نه چې اكاډمي جوړه شوې او موږ د مخدره موادو پرضد د مبارزې پوليسو ته روزنه پيل كړې، د تېرو كلونو په پرتله زموږ د پوليسو مرګ ژوبله كمه شوې او لاسته راوړنې يې ډيرې شوي دي.
همدا راز له اداري پلوه هم زموږ ستونزې تقريبا له منځه تللي، كه له منځه نه دي تللي، لږ تر لږه حد ته رسيدلي دي."
جنرال شريف وايي، د پنځو اونيو له روزنې سربيره دوى د مخدره موادو پرضد د مبارزې پوليسو ته د سيمنارونه او كورسونو لړۍ هم لري چې د هغوى د ظرفيتونو له لوړولو سره مرسته كوي.
په كابل كې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پوليسو اكاډمۍ په ۱۳۸۶ كال كې جوړه شوه چې تراوسه پورې ت له يو نيم زرو نه ډيرو كسانو په كې روزنه موندلې.
افغانستان د نړۍ له نوي فيصدو ډير مخدره مواد توليدوي او د دغو موادو د قاچاق لپاره پياوړي محلي او نړېواله مافيا په كې فعاله ده.
زياتره كارپوهان هم د دغې لويې ستونزې په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان پوليسو وړتياوې د پرتلې وړ نه بولي.
يو تن كارپوه او د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت يو پخوانى چارواكي سيد اعظم هم په دې باور دى، چې لنډ مهالي روزنه دې ستونزې ته د عاجل ځواب ويلو سره مرسته كولاى شي، خو په عين حال كې اوږد مهالو روزنو ته هم اړتيا لري.
سيد اعظم يوې بلې ستونزې ته هم اشاره كوي او وايي، د مخدره موادو پر ضد پوليس بايد د مخدره موادو د كښت له منځه وړلو لپاره نه بلكې د هغو د قاچاق د مخنيوي لپاره ترينه ډير كار واخيستل شي.
كه څه افغانستان لا هم د نړۍ له نوي فيصدو ډير مخدره مواد توليدوي خو افغان دولت وايي، چې د مخدره موادو پر ضد مبارزې كې يې لاسته راوړنې لرلي او د دغو موادو له كښت څخه د پاكو ولايتونو شمېر يې درويشتو ته رسولى دى.