د كابل په جنوب دښتې برچي سيمه كې، د افغانستان په ملي شورا كې د هزارو وكيلانو د شورا، تر مشرۍ لاندې سره راټول شوي وو او پرافغان ولسمشر كرزي يې تور ولګاوه چې له دوى سره كړې ژمنې يې نه دي عملي كړي.
د افغانستان په ولسي جرګه كې د هزارو وكيلانو او د حزب وحدت ګوند مشرحاجي محمد محقق چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې يي د ولسمشر كرزي ملاتړكړى و، وايي چې د ښاغلي كرزي په حكومت كې په ښكاره ډول له هزاره وو سره تبعيض كيږي.
همدارنګه دى وايي، چې ښاغلي كرزي ورسره له انتخاباتو مخكې ژمنه كړې وه، چې په حكومت كې به هزاره قوم ته شل فيصده ونډه وركول كيږي خو اوس په كابينه كې يو هزاره وزيرهم نشته:
”پارلمان ته شاو خوا لس وزيران ور وپېژندل شوه، چې يوه يې هم رايه وانه خيسته، دا ښيي چې په دې نظام كې له هزارګانو سره يو ښكاره تبعيض روان دى.
كوچيانو ته يې تاوان په نغدي ډول وركړى، خو هزارګانو ته نه يوازې دا چې تاوان ورنه كړل شو بلكې يو پلاوى هم د څېړنې لپاره نه دى ورغلى.
زموږ سره يې شل فيصده ملي مشاركت لاسليك كړى وو، چې هزارګان په دفاع، كورنيو چارو او ملي امنيت كي دا خل كړي خو اوس يې په ټوله كابينه كې يو وزير هم نشته.
ښاغلى كرزى د هزارګانو سره غلطۍ كوي او خپلو وكيلانو او قوم ته وايم چې رايه ورنه كړي.“
دا په داسې حال كې ده، چې ولسي جرګې درې ځله د ښاغلي كرزي، د نوي كابينې هزاره كانديد وزيران رد كړي دي.
ښاغلي محقق همدا راز وويل، چې افغان ولسمشر ورسره ژمنه كړې وه چې جاغوري او بهسود ولسوالۍ به په ولايتونو اړوي او كوچيان به د دوى له سيمو باسي نو ځكه يې په ولسمشريزو انتخاباتو كې ترينه ملاتړ كړى و او په خپله ولسمشر نه غواړي چې كابينې ته يې هزاره وزيران لاره پيدا كړي.
بل خوا د جمهوري رياست چارواكي د محقق تورونه بې اساسه بولي، د ولسمشر كرزي يوه وياند احمد ضيا سيامك هيروي ازادۍ راډيو ته وويل، حكومت په كابينه كې د هزاره قوم ونډه مهمه بولي خو هغه وويل، په دې كې افغان حكومت څه ګرم دى چې ولسي جرګې هزاره كانديد وزيران رد كړي دي:
”په كابينه كې زموږ د هزاروو وروڼو برخه د پام وړ ده او دا چې د پارلمان له خوا نه دوه هزاره كانديد وزيران رد شوي په دې كې حكومت ګرم نه دى.
د ولسمشر مكلفيت دا وو چې دوى دواړه يې پارلمان ته معرفي كړه اوس هم د ولسمشرمكلفيت دا دى چې په كابينه كې د دوى ځاى ډك كړي.“
بل خوا ولسمشر حامد كرزي ځينې هغه هزاره كانديد وزيران چې ولسي جرګې رد كړي و، د ځانګړي فرمان له مخې د اړوندو وزارتونو سرپرستان ټاكلي دي.
په عين حال كې د ولسي جرګې غړي وايي، چې د كابينې غړو ته يې د وړتيا له مخې رايې وركړي او قومي او ژبني مسايل يې په كې په پام كې نه دي نيولي.
معصوم ميوند_كابل