د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

لیام فاکس : له افغانستان څخه تر وخت د مخه وتل به کورنۍ جګړه رامنځ ته کړي

په دې اړه د لندن چاپ ګاردين ورځپاڼې یو راپور خپور کړی چې جزییات یې په ېد توګه دي :

د برتانیې دفاع وزیر لیام فاکس چې د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې پرته له دې چې د برتانیې د صدراعظم ټاکلي مهال وېش ته اشاره وکړي، وویل، له افغانستانه د نړیوال ائتلاف د ځواکونو له وخته مخکې وتل به په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې باعث شي.

ده وویل، که داسې وشي نو د ټولې نړۍ افراطي، سخت دریځې ډلې به یوه نوې سا او انرژي واخلي، نور به هم وهڅېږي او پیغام به یې دا وي چې موږ د هغې دندې د سرته رسولو لپاره چې پخپله یې د ملي امنیت حتمي اړتیا بولو، اخلاقي ژمنه او سیاسي زغم نه درلود.

د روانې اونۍ په پیل کې د برتانیې صدراعظم دیویدکامرون ژمنه وکړه چې برتانوي ځواکونه به تر ۲۰۱۵ کاله له افغانستانه ووزي.

ښاغلي فاکس د کامرون ژمنه یاده نکړه خو ویې ویل، د دندې له پای ته رسولو مخکې، له افغانستانه د نړیوال ائتلاف د سرتېرو وتل به په دې هېوادکې د وژل شويو برتانوي سرتېرو له سرښندنو سره خیانت وي. ده وویل، برتانوي سرتېري به د نړیوالو قواوو وروستي ټولي وي چې له افغانستانه وزي ځکه دوی په هلمند کې چې د جنوب ترټولو خطرناک ولایت دی، دېره دي.

فاکس چې څو اونۍ مخکې یې د ۱۳مې پېړۍ له یو ویجاړ هېواد سره د افغانستان په تشبېه کولو سره برتانوي چارواکي په غوسه کړي و، ټینګار وکړ چې باید د ناټو په مشرۍ ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسول شي.

ده وویل، که د ناټو ځواکونه د افراطي وسله والو ډلو له ځپلو او د افغان امنیتي ځواکونو له روزلو مخکې افغانستان پرېږدي، نو ښايي د نړیوال تروریزم ورانوونکی ځواک ځاله پکې وکړي. فاکس زیاته کړه په دې صورت کې امکان لري، د امنیتي خلا له وجې نه یوازې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي بلکې د پاکستان اوسیمې د بې ثباتۍ خطر هم شته او حتی کېدای شي چې اټومي عواقب ولري.

د برتانیې دفاع وزیر له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د بې وخته وتلو په صورت کې، په ټوله نړۍ کې د تروریستي حملو د زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ.

لیام فاکس زیاته کړه، په افغانستان کې ناکامي به د ناټو اعتبار ته سخت زیان واړوي. ده وویل، د وسله والو کړکېچونو د حل لومړنی هدف دا دی چې بریالیتوب پکې ترلاسه شي، خو د دندې له سر ته رسولو مخکې له افغانستانه زموږ د وتلو په صورت کې به موږ لږ مصوون او لږ په امن کې واوسو.


XS
SM
MD
LG